جلال اباد (پژواک،١٠ وری ۹۸): په ننګرهار کې د نارنج ګل کلنۍ دوديزه مشاعره د سلګونو ګډونوالو په موجوديت کې ترسره شوه.
دغه مشاعره چې نن د وري په۱۰مه سهار مهال د جلال اباد په سراج العمارت بڼ کې جوړه شوې وه، په کې له دولتي چارواکو سربېره د هېواد د بېلابېلو سيمو شاعرانو او د شعر مينه والو برخه اخيستې وه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم وويل، د نارنج ګل کلنۍ مشاعره نيمه پېړۍ په دغه ولايت کې ترسره کېږي چې په لر او بر پښتنو کې يې ځانګړي مينه وال پيدا کړي دي.
نوموړی وايي، سږکال د مشاعرې د مخته وړلو واک فرهنګي ټولنو ته ورکړل شوی او پوره صلاحيت لري چې څنګه يې مخته يوسي.
د ننګرهار والي شاه محمود مېاخېل وويل چې سږنۍ مشاعره له نورو سره په توپير کې ده، ولسي رنګ لري او ټولو شاعرانو ته په کې وخت ورکړل شو.
نوموړي زياته کړه: ((زموږ شاعران لا هم په خپل شعر کې جنګي فکر وړاندې کوي او هيله مو ترې دا ده چې نور د سولې، ورورګلوۍ او وطن د ابادۍ فکر ولس ته وړاندې کړي.))
والي ډاډ ورکړ چې تر رهبرۍ لاندې يې اوسنۍ ولايتي اداره د ادب او فرهنګ د غوړېدا لپاره بشپړه ليوالتيا لري او د دا ډول هر فرهنګي حرکت د امنيت د ټينګښت سربېره به نورې اسانتياوې هم ورته برابرې کړي.
تر ويناوو وروسته، مشاعره پيل شوه چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو نارينه او ښځينه شاعرانو په کې خپل شعرونه واورول چې د ګډونوالو په چک چکو بدرګه شول .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن