پل علم ( پژواک، ۲۵ وری ۹۸) د لوګر ولايت د مرکز پل علم ښاروال وايي چې په غير قانوني او خپلسري ډول د جوړ شويو کورونو د ړنګولو لړۍ يې پيل کړې ده.
ښاروالي وايي، چې د پل علم ښار دننه لوېدځ لورته د مير ابدال د غره په لمن کی يو شمېر کسانو سلګونه جريبه ځمکه غصب او په غيرقانوني ډول يې په کې نږدې ۲۰۰۰ د استوګنې نومرې وېشلې او خلکو په کې کورونه جوړ کړي دي.
د پل علم ښاروال نصير احمد لليزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځمکو يوې مافيايي ډلې، غاصبينو او زورواکو د پل علم ښار يوه لويه برخه ځمکه چور کړې او په خپل سر يې په کې د استوګنې نومرې جوړې کړې دي.
د هغه په وينا، کله چې د ښاروالۍ مامورین د هغوی ددې غيرقانوني کار مخه نيسي؛ نو هغوی يې پر مرګ ګواښي.
ښاروال وايي: (( د ښار دننه د غيرقانوني کورونو د ويجاړېدو پرېکړه د ولايت په اداري مجلس کې تاييد شوې ده .))
د لليزي په وينا، د والي ، ولايتي شورا او امنيتي ارګانونو په همکارۍ يې ددغو غير قانوني کورونو د ړنګولو کار پيل کړى او له غاصبينو سره به قانوني چلند وشي.
نوموړي زياته کړه، غصب شوې ځمکه د پل علم ښار تفريحي او پراختيايي سيمه وه، خو غاصبينو د شپې له تيارې څخه په ګټې اخيستو په کې کورونه جوړ کړي دي.
ښاروال وايي، د والي او نورو چارواکو او ولايتي شورا په ګډون په دې اړه يو کمېسيون جوړ شوى او د غصب شويو ځمکو او غير قانوني کورونو تثبيت يې کړى دى.
د هغه په وينا، د استوګنې هغه نومرې چې قانوني اسناد نه لري او په غير پلاني ساحه کې په خپل سر جوړ شوي وي په نښه شوي او د ياد کمېسيون له لارښوونې سره سم يې د ړنګولو چارې روانې دي.
ښاروال وايي، يادو کورونو ته درې ورځې وخت ورکړل شوى چې توکي ولېږدوي که چېرې داسې يې ونه کړل، نو دوى اړ دي چې اجراات وکړي.
د پل علم ښار يوتن اوسېدونکي سيد توريالي نيوکه کړې چې له تېرو څو کلونو راهيسې ښاروالۍ خپله دنده په سمه توګه نه ده ترسره کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن