ترينکوټ (پژواک، ۲۸ ورى ۹۸): وسله والو طالبانو د اروزګان له ولايته تښتولي د ولسي تړون پروګرام پنځه کارکوونکي خوشي کړي دي.
دغه کسان شاوخوا يوه مياشت مخکې د اروزګان له مرکز ترينکوټ څخه چورې ولسوالۍ ته پر لاره د طالبانو له خوا تښتول شوي وو.
د اروزګان د والي وياند ادم خان جيلاني د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ولسي تړون د سيمه ييز دفتر دغه پنځه کسان د طالبانو په منځ کې د ولسي تړون پر يو شمېر پروګرامونو د خپلمځني لانجو له امله تښتول شوي وو.
هغه زياته کړه چې دوى پرون د سپين ږيرو په منځګړتوب خوشي شوي دي.
د ولایتي شورا مرستیال محمد کریم کریمي پژواک ته وویل، را خوشي شوي مامورین درې د اروزګان او پاتې دوه نور د کندهار ولايت اوسېدونکي دي.
د نوموړي په وينا، دوى د هلمند په زمينداور سيمه کې د طالبانو له زندانه خوشي شوي دي.
د کريمي په ګومان، کېداى شي دغه کسان د پيسو په بدل کې خوشي شوي وي.
نورې سرچينې وايي، طالبانو د هر نفر پر سر سل زره ډالره غوښتي، خو تر اوسه طالبانو او خوشي شوو کسانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن