جلال اباد (پژواک، ۳۱ وری ۹۸): د سولې ولسي حرکت غړو د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د طالبانو د الفتح او د حکومت د خالد عملياتو پر ضد لاريون وکړ او دا عمليات يې د ولس لپاره خطرناک وبلل.
دوی له دواړو لوريو د دغو عملياتو د درېدو غوښتنه وکړه او دغه راز يې د سولې د مذاکراتو د پيل لپاره پر اوربند ټينګار وکړ.
په ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت يو شمېر غړو د وري په ۳۱مه د جلال اباد ښار له مخابراتو څلور لارې تر پښتونستان واټ پورې لاريون وکړ.
دوی د لاريون پرمهال الفتح عمليات او خالد عمليات غندو، د ملکي خلکو مرګ ژوبله دې ودرول شي، سوله غواړو او اوربند غواړو شعارونه ورکول.
د لاريون يوتن ګډونوال عطاء الله پژواک اژانس ته وويل، د طالبانو الفتح او د حکومت خالد عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او د ولس په زيان دي؛ نو ځکه يې د بندېدو غوښتنه کوي.
نوموړي دغه راز له طالبانو وغوښتل چې د قطر او مسکو له غونډو تېر شي او په خپل هېواد کې له حکومت سره د سولې بين الافغاني خبرو اترو لړۍ پيل کړي.
د ډاکټر معروف په نوم د لاريون بل ګډونوال وويل، د جګړې او عملياتو د دوام له امله هېواد ورانېږي او له پرمختګ پاتې کيږي، چې بيا يې هم ټول زيان ولس ته رسېږي.
دی وايي: ((په نږدې ورځو کې چې د سولې مشورتي لويه جرګه جوړېږي بايد د ملت د ګټو په خاطر داسې طرحه وړاندې کړي چې حکومت او طالبان د سولې په ټغر کېنوي.))
د لاريون ګډونوالو په پای کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ چې د الفتح او خالد عملياتو د درېدو، د اوربند او سولې بين الافغاني خبرو د پيل غوښتنه په کې شوې وه او دغه راز د ملکي مرګ ژوبلې غندنه هم شوې وه.
د يادولو ده چې د نوي کال له پيل سره سم افغان حکومت د ټولو وسله والو ډلو د ځپلو په موخه د خالد په نوم عمليات پيل کړل چې ترې څو ورځې وروسته وسله والو طالبانو هم د الفتح په نوم د خپلو عملياتو د پيل اعلان وکړ.
دواړو خواوو په داسې حال کې د يو بل پر وړاندې د جګړې اعلان کړی چې په دې وروستيو کې د دواړو لوريو ترمنځ د سولې هڅې ګړنډۍ شوې دي.
د يادونې ده چې د سولې ولسي حرکت له خوا په لسو ولايتونو کې د دا ډول لاريونونو اعلان شوى، چې تر دې مخکې په خوست ولايت کې لومړى لاريون شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن