لښکرګاه (پژواک، ١١ غويی ۹۸): د هلمند د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د پوليو (ګوزڼ) درېيمه پېښه هم ثبت شوې ده.
د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالاحد حازم د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په سنګين او واشېر ولسواليو کې هم د پوليو دوه پېښې ثبت شوې وې.
ده زياته کړه: ((وسله وال طالبان په خپلو سيمو کې کور په کور د دغه واکسين تطبيق ته اجازه نه ورکوي؛ ځکه يې پېښې هم ډېرې شوې دي.))
د حازم په وينا، وسله والو طالبانو په نوزاد، سنګين، موسى کلا، کجکي، واشير او باغران ولسواليو کې يواځې په جومات کې د واکسين تطبيق ته اجازه ورکوي چې په دې سره په سمه توګه د دغه واکسين تطبيق نه عملي کېږي.
نوموړى وايي هڅې يې پيل کړې څو له طالبانو سره يوې هوکړې ته ورسېږي چې په ټولو سيمو کې يو شان د پوليو ضد واکسين تطبيق ته اجازه ورکړي.
په ورته وخت کې په مرکز لښکرګاه کې مدني فعال محمد خان پژواک ته وويل، که چېرې په سمه توګه د ګوزڼ واکسين تطبيق نه شي دغه پېښې به نورې هم ډېرې شي.
ده له طالبانو غوښتنه وکړه چې په خپلو سيمو کې د پوليو واکسين تطبيق ته اجازه ورکړي.
بل لور ته تېره مياشت وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي وو، ځکه يې په ځينو سيمو کې د ګوزڼ واکسين بند کړى چې له دوى سره له شوو هوکړو سرغړونه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن