مزارشريف ( پژواک، ۱٤ غويى ۹۸) : د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونکي، د مدني ټولنو غړي او د ښځو د حقونو فعالان وايي چې افغانستان دې په نړيواله کچه په دغه هېواد کې د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول د ايران او پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي لپاره لاس په کار شي.
دوی چې د غويي په ۱۴مه، مزارشريف ښار کې راټول شوی وو، همدا راز يې غوښتنه وکړه چې د سولې مذاکراتو پروسه کې دې ګاونډيو هېوادونو ته د مغرضانه مداخلې حق نه ورکول کېږي.
شمال زون کې د خط نو څېړنيز بنسټ مشر عبدالقادر مصباح پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دمګړۍ افغانستان د ګاونډيو هېوادونو، سيمه ييزو ملکونو او نړيوالو قدرتونو د مداخلې او رقابت ګرم بازار ګرځېدلی دی.
هغه زياته کړه، له شاوخوا نيمې پېړۍ راهيسې افغانستان کې سياسي وضعيت ګډوډ دی؛ نو په خبره يې چې له همدې حالت څخه په استفادې ډېری هېوادونه غواړي، دغه هېواد کې خپلې منافع تعقيب کړي.
د مصباح په خبره، افغانستان له تېرو څو لسيزو راهيسې د نړيوالو زبرځواکونو د وسلو په لابراتوار بدل شوی او د نړۍ قدرتمندو هېوادونو دغلته د خپلو ګټو په خاطر پانګونه کړې او لا هم دوام ورکوي.
د خط نو بنسټ مشر همدا راز وايي، د افغانستان بهرنی سياست لا هم له جدي ضعف سره مخ دی او په خبره يې يو شمېر ګاونډي هېوادونه د فرهنګي تهاجم له لارې افغانستان کې خپلې موخې تعقيبوي.
نوموړی زياتوي،افغانستان کې د جګړو، بدبختيو او فقر له امله بهرني هېوادونه په اسانۍ کولای شي، چې سربازګيري وکړي او خپلو لاسوهنو ته لاره هواره کړي.
د مصباح په وينا، افغانستان کې ډېری مذهبي تاوتريخوالی، سياسي جنجالونه او قومي تعصبات بهرنۍ ريښې لري او يو شمېر کړۍ د بهرنيو هېوادونو په اشاره عملا دې برخه کې د تشنج رامنځته کېدو لپاره فعاليتونه کوي.
هغه وايي، افغان حکومت بايد نور د بهرنيو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان او ايران لاسوهنو ته لاس تر زنې پاتې نه شي؛ بلکې د هغه په خبره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لارې دې پر دغو هېوادونو فشار وارد کړي.
نوموړی زياتوي، چې افغانستان بايد له خپلو نړيوالو متحدينو سره په تفاهم د هغو لاسوهنو مخه ونيسي، چې له امله يې حکومت او افغان ولس ته زيان اوړي.
د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې غړي مير رويين انصاري پژواک ته وويل چې نننۍ ناسته يې افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنو او د هغو د ناوړه اغېزو په تړاو جوړه کړې ده.
انصاري زياتوي، افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو او په ځانګړي ډول د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو له امله اقتصادي، سياسي او ټولنيز حالت ترينګلی شوی دی.
د هغه په وينا، افغانستان تل د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو په اړه نيک نظر درلودلی، خو په مقابل کې يې يادو هېوادونو ډېری وخت د افغانستان په اړه منفي سياست مخ ته وړی دی.
انصاري زياتوي، افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنو د مخنيوي لپاره اړينه ده، چې لومړی ټول افغانان يو موټی شي او بيا د حکومت له قوي موقف څخه د هغوی د مداخلو پر ضد غږ پورته کړي.
نوموړی وايي، د سولې روانې پروسې په تعقيب سره بايد افغان ولس ټولې نړۍ ته وښيي؛ چې دوی نور له جګړو ستړي دي او سوله غواړي.
د هغه په خبره يو شمېر ګاونډي هېوادونه له همدې جګړه ييز فرصت څخه په استفادې هڅه کوي، چې دغه هېواد کې خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړي.
هغه زياتوي، يو شمېر ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ټيکاو له راتلو څخه په وېره کې دي او فکر کوي چې دغه هېواد کې د جنګ په پای ته رسېدو به د دوی ناولې ګټې زيان وويني.
انصاري هم له حکومت څخه غوښتنه کوي چې افغانستان کې د نړيوالې ټولنې له حضور څخه په استفادې بايد د هغو هېوادونو لاسونه لنډ کړي، چې دلته د سياسي بقا په لټه کې دي.
ديني عالم مولوي سيد محسن حسيني هم وايي چې افغانستان کې روان ناورين دغه هېواد کې د بهرنيو مداخلو پايله ده، چې زيان يې افغانانو ته رسېږي.
هغه زياتوي، که افغانان په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو د مداخلو پر ضد غږ اوچت کړي؛ نو ښکاره خبره ده چې اغېز به يې مثبت وي.
د هغه په خبره، اوسنی افغانستان اتلس کاله پخوانی افغانستان نه دی او زياتوي چې افغانان سياسي بلوغ ته رسېدلي او په ښه ډول د دوست او دښمن توپير کولای شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










