پلخمری ( پژواک، ۱۹ غویى ۹۸): د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت په سر شخړه کې د یوې مېرمنې په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت د غویي په ۱۹ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خوست ولسوالۍ اړوند په وغاب کلي کې د دوه کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر لومړى لفظي او وروسته وسله واله نښته شوې ده.
بشارت وویل: ((شخړه د میراثي ځمکې پر سر رامنځته شوې چې په کې د یوې مېرمنې په ګډون د دواړو کورنیو درې تنه وژل شوي دي.))
د نوموړي په وينا، د پېښې عاملين له سيمې څخه تښتېدلي، خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
دغه راز د خوست ولسوال عبدالخلیل رحیمي د پېښې په تایيدولو سره پژواک ته وویل چې په دغه پېښه کې درې تنه وژل شوي دي.
رحیمي وايي: ((لومړی یوه ځوان له سپین ږیري سره لفظي شخړه کړې د سپین ږیري ځوان زوی د پلار په ننګه وسله وال برید کړى چې يو کس په کې وژل شوى بیا د مقتول کورنۍ يو بل غړي پر مقابل لوري ډزې کړي چې ښځه او خاوند يې وژلي دي.))
ولسوال زیاتوي، کلي ته پولیس ورغلي او هڅه کوي چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د دواړو لورو قاتلين پولیسو ته وسپاري.
د يادونې ده چې يوه مياشت وړاندې د بغلان د مرکز پلخمري په حسين خېل کلي کې هم يوتن تر لفظي شخړې وروسته خپله مېرمن او ورېره پر ډزو وژلي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن