کابل (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٨) : د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د پاکستان د ولسي جرګې له رييس سره په ليدنه کې ويلي چې د وېزو او تورخم ستونزو هوارول د دواړو هېوادونو اړيکو کې مثبت رول لوبولى شي.
د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ګلبدين حکمتيار پاکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د ولسي جرګې له رييس اسد قيصر سره ليدلي دي.
سرچينې زياته کړې، ددې ليدنې پر مهال اسد قيصر وويل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو له امله تل ځورېدلي او د حل لپاره يې هلې ځلې کړې دي.
هغه زياته کړې، په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي او تل يې دا ستره هيله ده چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ شي.
د حزب اسلامي مشر په دې ليدنه کې ويلي، افغانان په تېرو سلو کلونو کې له درې زبر ځواکونو سره مخ شوي، خو د چا پر ضد يې جګړه نه ده پيل کړې، بلکې جګړه پر افغانانو تپل شوې ده چې ګټې يې پرديو ته رسېدلې دي.
نوموړي زياته کړې، په افغانستان کې سوله د افغانستان، سيمې او نړۍ په خير ده، بايد ټول د سولې د هڅو ملاتړ وکړي.
حکمتيار ويلي، حزب اسلامي د طالبانو او امريکا تر منځ د مذاکراتو ملاتړ کوي او هيله لري چې مثبته پايله ولري، خو تر څنګ يې د سولې لپاره بين الافغاني مذکرات د حل يواځينۍ لاره بولي.
هغه د کډوالو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې له دوى سره ښه چلند د دواړو هېوادونو په اړيکو مثبته اغېزه لرلي شي، دغه راز د تورخم پر دروازه تلونکو کسانو ته ورپېښې ستونزې او کابل کې د پاکستان سفارت او کونسلګريو تر مخه د وېزې اخيستلو پر مهال ستونزې له منځه وړل د دواړو هېوادونو په اړيکو ښه اغېزه درلودلى شي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړې چې په افغانستان کې سوله د ټولو په ګټه ده، دغه راز د افغان ولس په خوښه منتخب حکومت نه يوازې د افغانستان، بلکې د سيمې او نړۍ په ګټه هم دى.
د هغه په وينا، نړيوال بايد په افغانستان کې د سولې هلې ځلې تاييد او ملي پروسيو کې د لاسوهنې پر ځاى د افغانانو ارادې او خوښې ته درناوى وکړي.
login or register a new account.