ترينکوټ- کلات (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۸): چارواکي وايي چې په اروزګان او زابل ولايتونو کې پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژبله اوښتې ده.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه په وسله واله نښته کې دوه پوليس او شپږ طالبان وژل شوي، شپږ پوليس او پنځه طالبان ټپيان دي.
جګړه تېره شپه د دغه ولایت د مرکز ترينکوټ په چنارک نومي سيمه کې د پوليسو پر يوې قرارګاه شوې ده.
د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د دويمې امنيتي حوزې امر دويم څارن ملک زين الله پژواک ته وویل، نښته تېره شپه لس بجې پيل شوه او درې ساعته يې دوام وکړ.
هغه وايي چې په دې نښته کې دوه پوليس وژل شوي، شپږ ټپيان دي، دغه راز ١١ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يو بل خبر له مخې، په زابل ولايت کې د يوې نښتې پر مهال څلور طالبان وژل شوي او دوه ټپيان دي.
د والي وياند ګل اسلام سيال پژواک ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په داى چوپان ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.
وسله وال طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن