ژبه

په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اووم پړاو پيل شو

توسط جاوید همیم کاکړ

جون 29, 2019 - 7:37 pm

Views: 46

کابل (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٨) : د امريکا د متحدو ايالاتونو او طالبانو ترمنځ د افغان شخړې د هواري په موخه په قطر کې د خبرو اترو اووم پړاو پيل شوى دى.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د چنګاښ په ٨ مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې دا خبرې نن تر غرمې وروسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې دي.

نوموړي په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي .

په دې خبرو کې د طالبانو د قطر دفتر غړي او د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد  ګډون لري.

خليلزاد له تېرو لسو ورځو  راهيسې په قطر کې و او هلته يې له طالبانو او قطري سرچينو سره   غير رسمي خبرې کولې.

هغه په دې دوران کې د يوې ورځې لپاره دامريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو سره کابل ته راغى او په بله ورځ تاجکستان ته ولاړ او ددغه هېواد له مشرانو سره يې د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

د امريکاد بهرنيو چارو وزير پومپيو په کابل کې هيله څرګنده کړې وه چې تر افغان ولسمشريزو  ټاکنو مخکې د سولې تړون ممکن دى.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمريز کال په تلې مياشت کې ترسره شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هيله څرګنده کړې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ په اووم پړاو کې بين الافغاني مذاکراتو ته زمينه برابره شي.

ددې شورا وياند جاوېد غفور پژواک اژانس ته وويل، هره هڅه چې په افغان سولې کې د سولې او ثبات لپاره کېږي، دوى يې هرکلى کوي.

تر دې مخکې په شپږ پړاوو خبرو کې امريکا او طالبانو پر  څلورو موضوعاتو ، له ترهګرۍ سره مبارزه، د بهرنيو ځواکونو وتل، بين الافغاني مذاکرات او هر اړخيزه اوربندپه اړه خبرې کړې دي.

خليلزاد وايي، پر لومړيو دوو تر ډېره بريده هوکړه شوې ده او په راتلونکو ناستو کې پر دوو وروستيو موضوعاتو خبرې کېږي.

login or register a new account.