ژبه

​ازبکستان په مزارشريف ښار کې د روغنياتو درې پخوانۍ فابريکې رغوي

توسط جاوید همیم کاکړ

جولای 1, 2019 - 5:21 pm

Views: 57

کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٨): د ازبکستان لومړي وزير په بلخ ولايت کې له اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله سره د ليدنې پر مهال ډاډ ورکړی چې په مزارشريف ښار کې د روغنياتو درې پخوانۍ فابريکې رغوي.

د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر له خوا د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ازبکستان لومړی وزير عبدالله عارفوف چې نن سهار مزارشريف  ښار ته راغلى و، هلته يې له اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې چې د افغانستان د کابینې او د ازبکستان د کابینې غړو او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خونو مشرانو او پانګوالو هم برخه اخیستې وه، دواړو لورو د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو او د پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.

اجرائيه رييس ازبکستان ته د تلونکو سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د حل، له افغانستان سره د برېښنا، رېل پټلۍ او پانګونې په برخو کې د سوداګرو هڅولو غوښتنه وکړه.

د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عاروف ډاډ ورکړ چې له افغانستان سره به د سوداګریزو، پانګوالۍ او ترانزیټ په برخو کې همکاري وکړي او ډاډ یې ورکړ چې هر ډول اسانتيا به د افغان سوداګرو لپاره چمتو کړي.

هغه زياته کړه، چمتو دي په بلخ ولایت کې لوی ګودامونه د مالونو د ساتلو لپاره جوړ کړي او هم په بلخ کې شته د روغنیاتو درې پخوانۍ فابریکې به له ارزونې وروسته هغه فابریکې ورغوي چې د بیارغېدو وړ وي.

نوموړي دغه راز د کارګو، موټر جوړولو، د توکو د لېږد، د مرمرو ډبرو د انتقال او نورو سوداګریزو او اقتصادي مسایلو په باب د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ازبکستان لومړي وزير دغه راز وويل چې د دغه هېواد له سرخان سيمې د افغانستان تر پلخمري ښاره پورې د ٢٠٠ کيلومتره برېښنا لين لېږدولو له ١١٠ ميليونه ډالرو لګښت څخه يې ٤٥ ميليونه ډالره لګښت هم ورکوي.

اجرائيه رييس عبدالله صنعت او سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارت ته هدایت ورکړ چې ټول موارد په ګروپي ډلو کې تعقیب او د عملي اقداماتو لپاره یې زمینه برابره شي.

نوموړي له ازبکستانه د مننې کولو تر څنګ وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي او اړتیا ده چې له دغو فرصتونو دواړه وروڼه هېوادونه ګټه واخلي.

login or register a new account.