ژبه

عادله راز : افغان حکومت هم غواړي چې بهرني سرتیري د یوه مشخص مهال ویش له مخې ووځي

توسط جاوید همیم کاکړ

جولای 5, 2019 - 11:53 am

Views: 68

کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٨) : په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي افغان حکومت د طالب بندیانو په خوشې کولو سره د سولې لپاره خپله ژمنتيا وښوده او طالبان هم باید د سولی په خبرو اترو کې یوازې د خبرو تر حد پاتې نشي او خپله ژمنتیا وښيي.

نوموړې له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې ويلي، افغان حکومت هم غواړي چې بهرني سرتیري له افغانستان نه د یوه مشخص مهال ویش له مخې ووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې ویلي چې له افغانستان نه سرتیري باسي، خو اندیښنه لري چې دغه هیواد د ترهګرو په پټن ځای بدل نه شي.

خو مېرمن راز وايي ، افغان حکومت یو انتخابي حکومت دی که طالبان نه غواړي چې له حکومت سره خبرې وکړي په دې معنی ده چې طالبان له خلکو سره خبرې نه کوي.

تیره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې یادونه کړې وه چې هیله لري له طالبانو سره د سولې مذاکرات د سپټمبر میاشتې څخه مخکې نتیجه ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې بیا وايي چې د سولې موافقې په صورت کې عملي کوونکی به یې افغان حکومت وي.

هغې زياته کړې، چې دوی د سولې موافقې ته په جدي توګه هیله لري او که تر راتلونکو دوو میاشتو وشي نو دا به د خوشحالۍ خبره وي.

login or register a new account.