Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لوګر کې پوليسو سلګونه کيلوګرامه چرس ترلاسه کړي

پل علم (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٨):د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې پوليسو شاوخوا ٣٨٠ کيلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.

د لوګر امنيه قوماندان سمونوال رحم خدا مخلص د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ پوليسو د مرکز التمور په سيمه کې له چرسو ډک يو موټر نيولى دى.

هغه وايي:((د موټر د نيولو پرمهال د پوليسو او قاچاق وړونکو ترمنځ نيم ساعت جګړه هم شوې ده، خو پوليسو وکولاى شول چې دغه موټر ترلاسه کړي.))

مخلص زياتوي چې له ياد موټر څخه ٣٧٨ کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي، خو قاچاق کوونکي يې تښتېدلي دي.

نوموړي کره شمېره په ډاګه نه کړه خو ويې ويل چې په روان کال کې پوليسو زرګونه کيلوګرامه نشه يې توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي هم وويل چې په دې وروستيو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د پوليسو مبارزه پياوړې شوې ده.

ده زياته کړه: ((په تېرو څو مياشتو کې پوليسو ډېر قاچاقبر او نشه يې توکي نيولي دي.))

د يادونې ده چې لوګر د افغانستان د هغو ولايتونو په ډله کې دى چې په ډېرو سيمو کې يې چرس کرل کيږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.