Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د هوايي بريد له امله اووه کوچيان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي

پل علم (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٨): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې په بره کي برک ولسوالۍ کې پر کوچيانو هوايي بريد تر سره شوى چې له امله يې اووه تنه وژل شوي او د ښځو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

د بره کي برک ولسوال احمد ويس عبدالرحيمزي د چنګاښ په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د خاکي په دښته کې د کوچيانو پر دوو کورونو هوايي بريدونه شوي دي.

هغه وايي چې په دغه پېښه کې اووه کوچيان وژل شوي او د درېيو ښځو په ګډون اووه ته نور ټپيان شوي دي.

ولسوال ونه ويل چې دغه بريد د چا له خوا ترسره شوى، خو د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې دغه بريد د امريکايي ځواکونو له خوا شوى دى.

احمدزي زياته کړه: ((امريکانو موږ ته ويلي چې وژل شوي کسان طالبان دي، خو موږ يې تر اوسه په اړه دقيق معلومات نه لرو.))

خو بل لورته امريکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

همدرانګه د سيمې يوه اوسېدونکي هجرت کوچي پژواک ته وويل چې دغه بريد تېره شپه ١١ بجې د نورخان پر کور تر سره شوى دى.

هغه وايي چې په دغه پېښه کې نهه تنه وژل شوي او د ښځو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې په بغلان ولايت کې هم د ملکي خلکو پر کورونو هوايي بريدونه  شوي وو چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.