کابل (پژواک، ۲ زمرى ۹۸): درې ګونو امنیتي ارګانونو او د ناټو پرېکنده ملاتړ ماموریت له ټاکنیزو کمېسیونونو سره په همغږۍ د ټاکنو د امنیت ټینګښت لپاره خپله طرحه چمتو کړې ده.
د ټاکنو لپاره یاده امنیتي طرح په داسې حال کې جوړېږي چې ټاکنیز کمېسیونونه د روان کال د تلې په میاشت کې د ټاکنو ترسره کولو لپاره د هر اړخیز تیاري خبر ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې څلور نورې ورځې د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاین ته پاتې دي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې به د روان کال د تلې میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شي.
یوې امنیتي سرچینې نن د چنګاښ دویمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا طرحه نن په د ملي دفاع وزارت کې د یاد وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي، د ملي امنیت مرستیال، په کابل کې د امریکا سفیر، د ټاکنیزو کمېسیونونو ريیسانو او د ځینو نړیوالو سازمانونو د پلاوو په ګډون په یوه ناسته کې اعلان شوه.
سرچينې زیاته کړه چې دا طرحه په درېیو پړاوونو کې مخکې له ټاکنو، د ټاکنو پر مهال او وروسته له ټاکنو پلې کېږي.
امنیتي سرچینې وویل چې په دې طرحه کې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو د امنیت خوندیتوب څرنګوالی هم ځای شوی دی.
په دې ناسته کې امنیتي مسوولینو وویل چې د تېرو ټاکنو تجربو ته په کتو، کومو ستونزو چې په تېرو ټاکنو کې شتون درلود، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به هوارې شي.
سرچینې زیاته کړې چې د ټاکنو دویم پړاو ته د تلو په صورت کې هم دا طرحه د پلې کېدو وړ ده، امنیتي ارګانونه د دې طرحې له مخې کوښښ کوي چې راتلونکې ټاکنې د امن په فضا کې ترسره شي.
پژواک خبري اژانس په دې اړه ونه توانېد چې د ملي دفاع وزارت او ټاکنیزو خپلواکو کمېسیونونو نظرونه له ځان سره ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن