Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي په لوګر کې د طالبانو د یوه قاضي وژل کېدو ادعا کوي

پل علم (پژواک، ۳ زمرى ۹۸): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چي د افغان ځواکونو په ځمکني او هوايي عملياتو کي د طالبانو یو قاضي او څلور نور وسله وال وژل شوي دي.

د یاد ولایت د والي وياند ديدار لونګ د زمري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د محمداغې په برګ سيمه کې د طالبانو د یوه قاضي مولوي حضرت محمد پر کور عمليات کړي.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د نوموړي قاضي په ګډون پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر وسلې یې هم ترلاسه شوې دي.

خو د برګ سيمي یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل چې تېره شپه يې په کلي کې د مولوي حضرت محمد پر کور عمليات شوي دي

سرچينې زياته کړې چې مولوي حضرت محمد د يوي ديني مدرسې مشر وو خو له طالبانو سره يې پخې اړيکې درلودې او ګومان کېده چي د طالبانو قاضي و.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغو عملياتو کې د دينې مدرسې استادان چې ملکي وګړي دي، وژل شوي دي.

محمداغه د کابل سوېل ته په ۳۰ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې سږ کال يې امنيت تر پخوا ډېر خراب شوی دی.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې افغان او بهرنيو ځواکونو په دغه ولايت کې پر وسله والو خپل هوايي او ځمکني عملياتو ته زور ورکړى دى.

دوه ورځې مخکې په دغه ولايت کې د عملياتو پر مهال نهه کوچيان هم وژل شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.