ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سیمه ییزې اردو پروسه کې دې د سیمه ییزو پولیسو تجربې نه تکرارېږي”

“د سیمه ییزې اردو پروسه کې دې د سیمه ییزو پولیسو تجربې نه تکرارېږي”

author avatar
12 Aug 2019 - 11:17
“د سیمه ییزې اردو پروسه کې دې د سیمه ییزو پولیسو تجربې نه تکرارېږي”
author avatar
12 Aug 2019 - 11:17

مزارشريف (پژواک، ۲۱ زمری ۹۸): د بلخ اوسېدونکي، مدني فعالان او ولايتي شورا وايي چې د سيمه ييزې اردو د جوړېدو په پروسه کې دې د سيمه ييزو پوليسو ترخې تجربې نه تکرارېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د شمال زون په فارياب او جوزجان ولايتونو کې د سيمه ييزې اردو ځواکونو د ځای پر ځای کولو لړۍ پيل شوې ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي چې دمګړۍ د بلخ لپاره هم د سيمه ييزې اردو د دوو کنډکونو تشکيل راغلی چې د دغه ولايت په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې به ځای پر ځای شي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک ته وويل چې تازه يې په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو له مسوولينو سره د سيمه ييزې اردو جوړېدو په اړه ناسته او بحث کړي دي.

هغه زياته کړه، اړوند مسوولينو ډاډ ورکړی چې د سيمه ييزې اردو ځواکونه به منظم چوکاټ ولري او په جدي او دقيق ډول به څارل کېږي.

حديد که څه هم په بلخ کې او ټول شمال کې د سيمه ييزو پوليسو د قربانيو او هڅو ستاينه کوي خو زياتوي چې په ډېری نا امنيو او جرايمو کې هم يادو پولیسو لاس درلود.

د هغه په وينا، د محلي پوليسو د جوړښت په برخه کې لويه ستونزه د سم او منظم مديريت نه شتون و.

نوموړي وويل: ((اوس چې د سيمه ييزې اردو د جوړېدو چارې روانې دي؛ نو له خلکو سره اندېښنې پيدا شوې چې خدای مه کړه د سيمه ييزو پوليسو ترخې او ناکامې تجربې بيا تکرار نه شي.))

د بلخ د ولايتي شورا رييس زياته کړه چې که څه هم مسوولينو د سيمه ييزې اردو د جوړښت څرنګوالي او ځای پر ځای کېدو په تړاو لازم معلومات ورسره شريک کړي، خو بيا هم نوموړی وايي چې ياده پروسه به وڅاري څو اغېزمنه تمامه شي.

هغه له خلکو غواړي چې د سيمه ييزې اردو د جوړېدو په برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

د بلخ چهاربولک هغه ولسوالۍ ده چې د شاهين قول اردو په وينا، د سيمه ييزې اردو يو کنډک به په کې ځای پر ځای شي.

د يادې ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي سلطان پژواک ته وويل چې له دې وړاندې يې په سيمه کې سيمه ييزو پوليسو ډېر فعاليت درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.