مزارشريف (پژواک، ۲۱ زمری ۹۸): د بلخ اوسېدونکي، مدني فعالان او ولايتي شورا وايي چې د سيمه ييزې اردو د جوړېدو په پروسه کې دې د سيمه ييزو پوليسو ترخې تجربې نه تکرارېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د شمال زون په فارياب او جوزجان ولايتونو کې د سيمه ييزې اردو ځواکونو د ځای پر ځای کولو لړۍ پيل شوې ده.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي چې دمګړۍ د بلخ لپاره هم د سيمه ييزې اردو د دوو کنډکونو تشکيل راغلی چې د دغه ولايت په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې به ځای پر ځای شي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک ته وويل چې تازه يې په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو له مسوولينو سره د سيمه ييزې اردو جوړېدو په اړه ناسته او بحث کړي دي.
هغه زياته کړه، اړوند مسوولينو ډاډ ورکړی چې د سيمه ييزې اردو ځواکونه به منظم چوکاټ ولري او په جدي او دقيق ډول به څارل کېږي.
حديد که څه هم په بلخ کې او ټول شمال کې د سيمه ييزو پوليسو د قربانيو او هڅو ستاينه کوي خو زياتوي چې په ډېری نا امنيو او جرايمو کې هم يادو پولیسو لاس درلود.
د هغه په وينا، د محلي پوليسو د جوړښت په برخه کې لويه ستونزه د سم او منظم مديريت نه شتون و.
نوموړي وويل: ((اوس چې د سيمه ييزې اردو د جوړېدو چارې روانې دي؛ نو له خلکو سره اندېښنې پيدا شوې چې خدای مه کړه د سيمه ييزو پوليسو ترخې او ناکامې تجربې بيا تکرار نه شي.))
د بلخ د ولايتي شورا رييس زياته کړه چې که څه هم مسوولينو د سيمه ييزې اردو د جوړښت څرنګوالي او ځای پر ځای کېدو په تړاو لازم معلومات ورسره شريک کړي، خو بيا هم نوموړی وايي چې ياده پروسه به وڅاري څو اغېزمنه تمامه شي.
هغه له خلکو غواړي چې د سيمه ييزې اردو د جوړېدو په برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.
د بلخ چهاربولک هغه ولسوالۍ ده چې د شاهين قول اردو په وينا، د سيمه ييزې اردو يو کنډک به په کې ځای پر ځای شي.
د يادې ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي سلطان پژواک ته وويل چې له دې وړاندې يې په سيمه کې سيمه ييزو پوليسو ډېر فعاليت درلود.
نوموړي زياته کړه، په وروستيو دوو کلونو کې د جګړو له امله سيمه ييزو پوليسو ته زياته مرګ ژوبله واوښته او همدا راز ډېرې سيمې ترې سقوط هم شوې.
دغه قومي مشر د محلي پوليسو قرباني ستايي خو د ياد ځواک پر جوړښت نيوکه کوي او وايي چې هېڅ داسې نه ښکارېدل چې دوی دې حکومتي ځواکونه وي.
هغه وويل: ((په لومړيو ورځو کې ډېر ځوانان اربکيان (سيمه ييز پوليس) شول؛ خو دا چې سم مديريت نه و، هر ډول خلک يې جذب کړل او مشري يې پخوانيو قوماندانانو ته ورکړل شوه، نو له همدې امله يې په غير قانوني کارونو لاس پورې کړ، د ورځې به پوليس وو او د شپې به يې شوکې کولې.))
ده زياته کړه، که سيمه ييزه اردو هم دغه ډول ځواک وي نو دی سر له اوسه وړاندوينه کوي چې د نا امنيو پر مخنيوي به هېڅ ډول مثبته اغېزه ونه کړي.
سلطان وايي چې په دې برخه کې بايد له خلکو سره مشوره وشي او همدا راز هغه کسان دې د سيمه ييزې اردو په ليکو کې جذب شي چې پخواني جنګسالاران نه وي پاتې شوي او جرمي مخينه هم ونه لري.
د بلخ مدني او ټولنيز فعال ننګيالي حبيبي هم پژواک ته وويل چې په لرو پرتو سيمو کې د محلي اردو ځواکونو ځای له پر ځای کېدو سره به امنيتي وضعيت کې هم ښه والی راشي.
خو هغه دا شرط وباله چې د ياد ځواکونه دې د يوه منظم چوکاټ له مخې استخدام شي او همدا راز دې یې پر چارو او کړنو سم نظارت وشي.
د هغه په خبره، عام خلک له سيمه ييزو پوليسو ترخې خاطرې لري او که د محلي اردو نوی جوړېدونکی ځواک په سمه توګه مديريت نه شي، نو د خلکو ترمنځ د سيمه ييزو پوليسو په اړه شته بې باوري به د محلي اردو په اړه هم پيدا شي.
په ورته وخت کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول محمد حنيف رضايي د خلکو پورته يادې اندېښنې پر ځای بولي خو زياتوي چې د سيمه ييزې اردو جوړښت له محلي پوليسو سره ډېر زيات توپير لري.
رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې سيمه ييزه اردو د ملي اردو په څېر ځواک دی خو يواځېنی توپير په کې دا دی چې د محلي اردو ليکو کې جذب شوي افراد چې د هر کلي وي، نو په هماغه کلي کې به ځای پر ځای کېږي او د خپل کلي امنيت به ټيڼګوي.
د هغه په خبره، ياد ځواکونه به په منظم ډول د اردو په تعليمي مرکزونو کې تعليمات ترلاسه کوي او له هغه وروسته به د محلي اردو په ليکو کې دنده ترسره کوي.
د شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول زياتوي، هڅه کېږي د سيمه ييزې اردو په ليکو کې هغه کسان جذب شي چې پخوا يې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې دنده ترسره کړې وي او اوس يې د بېلابېلو دلايلو له امله پرېیښي وي.
رضايي زياته کړه چې د سيمه ييزې اردو د هر ټولي قوماندان به د ملي اردو يو بريدمل ټاکل کېږي او په وينا يې چې په دې ډول به ياد ځواکونه تر بشپړ څار لاندې وي.
نوموړی وايي چې بلخ ولايت لپاره دمګړۍ د سيمه ييزې اردو دوه کنډکه تشکيل راغلی چې ټول ۲۱۶ سرتېري کېږي او د بلخ په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې به ځای پر ځای شي.
هغه زياتوي چې د محلي اردو هر سرتېري ته به تقريباً هماغه معاش او امتيازات ورکول کېږي چې ملي اردو منسوبين يې ترلاسه کوي.
د شاهين قول اردو وياند وايي چې اوس په فارياب او جوزجان ولايتونو کې سيمه ييزه اردو د ځای پر ځای کېدو په حال کې ده چې له هغه وروسته به يې په بلخ کې هم چارې پيل شي.
نوموړي د بلخ له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزې اردو جوړېدو پّ برخه کې له شاهين قول اردو سره همکاري وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










