کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٨): د افغانستان د ملي امنيت شورا د بلوچستان ايالت د کوېټې په يوه جومات کې هغه چاودنه غندلې چې په ترڅ کې يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه چاودنه پرون د جمعې د لمانځه پر مهال د کوېټې ښار په ٢٥ کيلومترۍ کې د کچلاغ سيمې په يوه جومات ک وشوه چې په ترڅ کې يې د ملا امام په ګډون ٥ کسان ووژل شول او تر ٢٠ ډېر ټپيان وو.
سرچينې وايي چې یاد جومات او مدرسه د طالبانو د مشر ملا هبت الله وو، خو په دې وروستيو کې د هغه ورور مولوي احمدالله په کې خطابت او امامت کاوه.
ويل کېږي چې په وژل شوو کسانو کې مولوي احمدالله هم شامل دى.
د افغانستان د ملي امنيت شورا له خوا د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ په داسې حال کې چې له تېرو اوږدو کلونو راهیسې له دې ډول پېښو کړېږو او سلګونه معصوم هېوادوال مو په کې له لاسه ورکړي، د دغه برید غندنه کوو او په مسجدونو کې بریدونه غیر اسلامي او غیر شرعي بولو.))
سرچينې زياته کړې، افغانستان تل ویلي چې ترهګري په هر ځای او هر ډول کې باید وغندل شي او پر وړاندې یې مقابله وشي.
د ملي امنيت شورا ټينګار کوي چې دا پديده یوه هلاک کوونکې او د ولسونو پر ضد ده، ټولو ته په کار ده چې په ګډه یې پر وړاندې ودرېږي او رد يې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، افغان ولس د دې بدې پدیدې د لومړۍ کرښې قرباني دی او د هغو له درده ډېر ښه راځي چې په دې لړ کې متضرر کېږي، له همدې امله هر ډول ترهګریز اعمال چې که په هېواد کې دننه وي یا بهر غندي او مخالفت یې کوي.
ددې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، له طالبانو څخه د جلا شوې ملا رسول ډلې هغه اوازې او راپورونه رد کړي، چې ګوندې دا بررید ددوی لخوا ترسره شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن