خوست ښار (پژواک ۳۱ زمری ۹۸): په خوست کې د ځانمرګي بريد او د يوې بمي چادونې په پايله کې يو تن وژل شوى او ۱۱ نور ژوبل دي.
ځانمرګۍ بريد نن مازيګر څلور بجې او دېرش دقيقې د دغه ولايت د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د خوست – ګردېز پر لويه لار د سموات په سيمه کې شوی دى.
د خوست امنيه قوماندان وياند عادل حيدر د پېښې د تائيد ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګى بريدګر پلی و او د افغان ځانګړو ځواکونو د موټرو کاروان يې هدف و.
نوموړي د افغان ځانګړو ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې په دې بريد کې يو تن ملکي وګړى وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.
د ده په وينا، تر ځانمرګي بريد څو دقيقې وروسته د خوست ښار مرکزي چوک حمام مارکېټ ته څېرمه د يو ځای پرځای شوي ماين چاودنې له امله شپږ کسان ټپيان شول.
هغه وويل، ټپيان ټول ملکي خلک دي چې په وخت روغتون ته انتقال شوي دي.
بل خوا د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک اژانس ته وويل چې دوی ته د دواړو پېښو له ځايه يو جسد او ۸ ټپيان ور وړل شوي، چې په ټپيانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وښود.
تردې دمه د دغو پېښو مسووليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن