مزارشريف ( پژواک، ۱۰وږی، ۹۸) : بلخ کې سوداګرۍ خونه او عام سوداګر وايي چې د شمال ولايتونو وروستيو نا امنيو او همدا راز په لويو لارو کې د طالبانو فعاليت په حيرتان او اقينې بندرونو کې د سوداګرې راکړې ورکړې کچه څه باندې ۲۰ سلنه راټيټه کړې ده.
دوی زياتوي، چې د مزار – شبرغان؛ مزار – بغلان او مزار – دره صوف پر لويو لارو وسله وال طالبان د سوداګريزو توکو محصول ټولوي او همدا راز يو شمېر تجارتي ټانکرونه له سړکونو څخه ښکته کوي او ځان سره يې بيايي.
د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس ارش يونسي د وږي په ۱۰مه، پژواک ته وويل چې د وروستيو نا امنيو له امله په حيرتان او اقينې بندرونو کې د سوداګريزې راکړې ورکړې کچه څه باندې ۲۰ سلنه ټيټه شوې ده.
هغه زياتوي، ياد امنيتي وضعيت د بلخ په ګډون په ټولو شمالي ولايتونو کې د پانګونې پر برخې هم منفي اغېز کړی دی.
يونسي زياتوي، چې طالبان په ښکاره ډول د مزار – شبرغان؛ مزار – بغلان او مزار دره صوف پر لويه لار د سوداګريزو توکو محصول ټولي او همدا راز هره ورځ يو شمېر تجارتي ټانکرونه له سړکونو څخه کښته کوي او له ځان سره يې بيايي.
د نوموړي په خبره، د دې حالت په ليدو سره سوداګر هڅه کوي، چې خپل پېر او پلور راکم کړي او په دې ډول په تجارتي راکړه ورکړه کې کموالی راغلی دی.
د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس وايي، د سوداګريزو چارو پر وړاندې شته ستونزې يې د حکومتي مسوولينو تر غوږونو هم رسولي؛ خو په خبره يې چې تر اوسه يې د حل لپاره هېڅ ډول ګامونه نه دي پورته شوي.
سوداګر محمد ابراهيم غضنفر چې د بلخ سوداګرۍ خونې د مديره پلاوي په ټاکنو کې يې برخه اخيستې، پژواک ته وويل چې د نا امنيو په زياتېدو سره په بازارونو کې د توکو نرخونه هم لوړ شوي دي.
نوموړی يې دليل د لويو لارو له امله د وارداتو په کچه کې کموالی په ګوته کوي.
هغه وويل: (( کله چې په لويو لارو طالبان له موټرو څخه محصول اخلي، ښکاره خبره ده چې واردات کمېږي او د وارداتو کمېدو سره هم مهاله په بازار کې د توکو نرخونه لوړېږي؛ ځکه چې زموږ ډېری اړتياوې په وارداتو پوره کېږي.))
غضنفر زياته کړه چې وروستيو نا امنيو سوداګر اندېښمن کړي او په خبره يې چې د ياد وضعيت ډېر زيان عامو خلکو ته رسېږي.
په ورته مهال د بلخ يو بل سوداګر بختيار بخت پژواک ته وويل، چې د لويو لارو په اوږدو کې له حکومت پرته د نورو ډلو له خوا محصول ټولول پر سوداګريزو چارو ډېره ناوړه اغېزه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن