مزارشريف (پژواک، ۱۱ وږی ۹۸): د بلخ يو شمېر اوسېدونکي او د دغه ولایت ولايتي شورا غړي وايي چې د دغه ولايت د ځينو ولسواليو ولسوالان خپلې رسمي چارې له مزارشريف ښار څخه پر مخ وړي.
دوی زياتوي چې له همدې امله په ولسواليو کې د دولتي خدماتو رسولو چارې ټکنۍ شوې او خلک له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.
د بلخ ولايتي شورا مرستيال وايي چې د دغه ولايت د اتو ولسواليو ولسوالان په اونيو اونيو هم خپلو دندو ته ولسواليو ته نه ور ګرځي خو بلخ ولايت مقام بيا دا خبره ردوي او وايي چې يواځې د چمتال او چهاربولک ولسواليو ولسوالان په لنډمهاله توګه خپلې چارې له مزارشريف ښار څخه پر مخ وړي.
بلخ د هېواد په شمال کې له ځانګړي سياسي او اقتصادي اهميت څخه برخمن ولايت دی چې په دې وروستيو کې د سختو جګړو شاهد پاتې شوی دی.
دغه ولايت ته ورتلونکې لويې لارې نا امنيو ځپلې او په ځينو برخو کې يې وسله وال طالبان واکمن دي.
په بلخ کې د مسوولينو او عامو خلکو په وينا، دمګړۍ د دغه ولايت په نهو ولسواليو کې امنيتي وضعيت کړکېچن دی چې له امله يې په يادو ولسواليو کې د دولتي خدماتو وړاندې کول هم ټکني شوي دي.
د بلخ ولايتي شورا مرستيال سيد عبدالله مسرور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دمګړۍ د بلخ په چمتال، چهاربولک، خُلم، کلدار، شورتېپه، دولت اباد، بلخ، کشندې او زارع ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي.
نوموړي وويل: ((دهدادي او نهرشاهي ولسوالۍ چې تر مزارشريف ښار پورې اړوند دي او مارمل، چارکينت او د شولګر ولسوالۍ پنځوس سلنه خاوره کې څه نا څه امنيت ښه دی، په پاتې نهو ولسواليو کې جنګ دی او ولسوالان يې هم خپلې چارې له مزار ښار څخه پر مخ بيايي.))
د هغه په وينا، په يادو ولسواليو کې د شته نا امنيو له امله يې ولسوالان خپلې دولتي چارې له مزارشريف ښار څخه پر مخ بيايي.
د ولايتي شورا د مرستيال په خبره، ولسواليو ته پر تلونکو لارو کې د امنيتي مشکلاتو له امله ولسوالان او د ولسواليو نور اداري کارکوونکي نه شي کولای چې خپلو دندو ته حاضر شي.
مسرور زياتوي چې يو شمېر ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو پر لاس سقوط دي او يواځې د ولسوالۍ او قوماندانيو ودانۍ يې د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي.
نوموړي زياته کړه چې له يوې خوا امنيتي ستونزې دي او له بل پلوه عام خلک د طالبانو د وېرې له امله د ولسواليو اداري برخې ته مراجعه نه شي کولای، نو ځکه ولسوالانو خپل دفترونه مزار ښار ته انتقال کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP