منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۷ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ د ځینو ولسوالیو خلک په دنده کې د ولسوالانو ناغېړۍ له کبله له ستونزو سره مخ دي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۴۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۱ وږی ۹۸): د بلخ يو شمېر اوسېدونکي او د دغه ولایت ولايتي شورا غړي وايي چې د دغه ولايت د ځينو ولسواليو ولسوالان خپلې رسمي چارې له مزارشريف ښار څخه پر مخ وړي.

دوی زياتوي چې له همدې امله په ولسواليو کې د دولتي خدماتو رسولو چارې ټکنۍ شوې او خلک له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.

د بلخ ولايتي شورا مرستيال وايي چې د دغه ولايت د اتو ولسواليو ولسوالان په اونيو اونيو هم خپلو دندو ته ولسواليو ته نه ور ګرځي خو بلخ ولايت مقام بيا دا خبره ردوي او وايي چې يواځې د چمتال او چهاربولک ولسواليو ولسوالان په لنډمهاله توګه خپلې چارې له مزارشريف ښار څخه پر مخ وړي.

بلخ د هېواد په شمال کې له ځانګړي سياسي او اقتصادي اهميت څخه برخمن ولايت دی چې په دې وروستيو کې د سختو جګړو شاهد پاتې شوی دی.

دغه ولايت ته ورتلونکې لويې لارې نا امنيو ځپلې او په ځينو برخو کې يې وسله وال طالبان واکمن دي.

په بلخ کې د مسوولينو او عامو خلکو په وينا، دمګړۍ د دغه ولايت په نهو ولسواليو کې امنيتي وضعيت کړکېچن دی چې له امله يې په يادو ولسواليو کې د دولتي خدماتو وړاندې کول هم ټکني شوي دي.

د بلخ ولايتي شورا مرستيال سيد عبدالله مسرور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دمګړۍ د بلخ په چمتال، چهاربولک، خُلم، کلدار، شورتېپه، دولت اباد، بلخ، کشندې او زارع ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي.

نوموړي وويل: ((دهدادي او نهرشاهي ولسوالۍ چې تر مزارشريف ښار پورې اړوند دي او مارمل، چارکينت او د شولګر ولسوالۍ پنځوس سلنه خاوره کې څه نا څه امنيت ښه دی، په پاتې نهو ولسواليو کې جنګ دی او ولسوالان يې هم خپلې چارې له مزار ښار څخه پر مخ بيايي.))

د هغه په وينا، په يادو ولسواليو کې د شته نا امنيو له امله يې ولسوالان خپلې دولتي چارې له مزارشريف ښار څخه پر مخ بيايي.

د ولايتي شورا د مرستيال په خبره، ولسواليو ته پر تلونکو لارو کې د امنيتي مشکلاتو له امله ولسوالان او د ولسواليو نور اداري کارکوونکي نه شي کولای چې خپلو دندو ته حاضر شي.

مسرور زياتوي چې يو شمېر ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو پر لاس سقوط دي او يواځې د ولسوالۍ او قوماندانيو ودانۍ يې د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي.

نوموړي زياته کړه چې له يوې خوا امنيتي ستونزې دي او له بل پلوه عام خلک د طالبانو د وېرې له امله د ولسواليو اداري برخې ته مراجعه نه شي کولای، نو ځکه ولسوالانو خپل دفترونه مزار ښار ته انتقال کړي دي.

د ولايتي شورا مرستيال په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې جګړه د مزار ښار تر لس کيلومترۍ رسېدلې او که حالت همداسې دوام وکړي نو د ښار امنيت هم له جدي ګواښونو سره مخ کېدای شي.

د مسرور په وينا، د دوی دې پوښتنې ته تر اوسه هېڅ چا قناعت لرونکی ځواب نه دی ويلی چې ولې امنيتي ځواکونه عمليات نه کوي او ولې ورځ تر بلې سيمې د دولت له کنټرول څخه خارجېږي.

نوموړي له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د بلخ امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.

د چمتال ولسوالۍ یوه اوسېدونکی کمال الدين وايي چې په ولسوالۍ کې د ولسوال او نورو اداري کار کوونکو نشتون له امله خدمات د نشت برابر دي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه د بېلګې په ډول وويل چې که څوک تذکره اخلي نو نو مجبور دی چې ښار ته راشي او په وينا يې بختور سړی به هغه وي چې په دوو يا درې ورځو کې ولسوال پيدا کړي.

نوموړي وويل: ((خلک مجبور دي د خپلو قانوني کارونو د اجرا لپاره ښار ته راشي، دلته هم ولسوال کوم ځانګړی دفتر نه لري، يا په کور کې کې وي، يا بازار کې او يا هم ولايت مقام کې؛ نو له همدې امله خلک مجبور دي چې د څو ځايونو دروازې وټکوي او بيا که بخت ياري ورسره وکړه، نو ولسوال به پيدا کړای شي.))

هغه زياته کړه چې په چمتال ولسوالۍ کې د وروستيو جګړو له امله ډېری کورنيو خپلې سيمې پرېیښې او نور ځايونو ته کډوالې شوې دي.

د کمال الدين په وينا، د ولسوالۍ په مهمو لارو کې ماينونه اېښودل شوي او ښار ته د خلکو د راتګ پر مهال هره شېبه د هغوی ژوند ته خطر متوجه دی.

د هغه په خبره، دوه ورځې وړاندې له چمتال څخه مزارښار ته يې کليوال روان وو چې موټر يې د سړک غاړې پر ماين ختلی او د چاودنې له امله يې ۸ کليوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ورته مهال د چهاربولک ولسوالۍ قومي مشر حاجي سيد رحمان پژواک ته وويل چې د نا امنيو او جګړو له امله په دې ولسوالۍ کې هم د دولتي خدماتو وړاندې کېدو کچه تر ټولو ټيټ حد ته رسېدلې ده.

هغه زياتوي چې له يوې خوا د نا امنۍ له امله ولسوال خپلې دندې ته نه شي حاضرېدلی او له بل پلوه، که ولسوال حاضر هم وي، خلک د طالبانو د ګواښ له امله ولسوالۍ ته مراجعه نه شي کولای.

دغه قومي مشر وايي چې د دغه وضعيت په دوام سره د خلکو او دولت ترمنځ فاصله نوره هم زياتېدلی شي.

د هغه په خبره، حکومت بايد د دغو ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات وکړي او پرې نه ږدي چې د ولس او دولت ترمنځ واټن رامنځته شي.

پژواک له دوو ورځو راپه دېخوا هڅه کوي چې د ولسوالانو نظرونه هم په دې تړاو ترلاسه کړي، خو د دولت اباد ولسوالۍ له ولسوال پرته چې لنډې خبرې يې وکړې، نور څوک خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د دولت اباد ولسوال محمد يوسف پژواک ته وويل چې ولسوالۍ يې تر لوړ امنيتي تهديد لاندې ده، نو له همدې امله د دولتي خدماتو وړاندې کېدو پروسه له ستونزو سره مخ شوې ده.

هغه وويل چې کله ولسوالۍ ته ځي هم بايد د امنيتي ځواکونو يو لوی کتار يې بدرګه کړي او چې کله بېرته له ولسوالۍ څخه ښار ته راځي هم بايد د امنيتي ځواکونو لوی کتار ورسره وي څو د طالبانو له بريدونو وژغورل شي.

نوموړی زياتوي چې په دې ولسوالۍ کې له څو مياشتې راپه دېخوا امنيتي حالت کړکېچن دی خو د تصفيې لپاره يې هېڅ ډول عمليات نه دي ترسره شوي.

په ورته مهال بلخ ولايت مقام وايي چې دمګړۍ د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ شديده جګړه روانه ده.

د والي وياند منير فرهاد له پژواک سره خبرو کې وويل چې يواځې د چمتال او چهاربولک ولسواليو ولسوالان په لنډمهاله توګه له مزارشريف ښار څخه خپلې چارې سمبالوي.

د هغه په خبره، د نورو ولسواليو ولسوالان خپلو دفترونو ته ځي او خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

د فرهاد په وينا، د چمتال او چهاربولک ولسواليو ته ورغلې لارې نا امنه دي او د مخالفينو له خوا د بريدونو د تهديد له امله يې ولسوالان په ولايت مقام کې حضور لري او خپلې چارې مخ ته وړي.

هغه زياتوي چې د چمتال او چهاربولک ولسواليو د تصفيې لپاره عمليات پلان شوي چې په شدت روان دي او هيله مندي يې وښوده چې يوه اوونۍ کې به وضعيت مثبت لور ته بدل شي.

د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول دا هم وويل چې د بلخ په شمال ختيځه څنډه کې له کندز ولايت سره په پوله يې امنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړي څو له هغې خوا د ممکنه ګواښونو مخه ونيسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه