لښکرګاه (پژواک، ١٢ وږى ٩٨): د هلمند د کرنې رياست له لوري په دغه ولايت کې د کبانو د پنځوسو نوو فارمونو جوړولو په موخه پر يو شمېر کب روزونکو سل زره کوچني کبان ووېشل شول.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې دا مهال د کبانو روزلو ٣٦٠ فارمونه فعاليت کوي.
ده وويل: ((د کبانو روزلو په هلمند کې ښه نتيجه ورکړې نو ځکه نن موږ د پنځوسو نوو فارمونو د جوړېدو په موخه پر کب روزونکو سل زره کوچني کبان ووېشل.))
د الکو په وينا، هڅې يې روانې کړې څو ډېر ژر هلمند د کبانو پر يوه صادراتي ولايت بدل کړي.
په ورته وخت کې د کبانو يوه روزونکي علي ګوهر پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د کبانو روزنې ښه نتيجه ورکړې ده.
هغه زياتوي: ((هر کال موږ ډېر زيات ماهيان نورو ولايتونو ته صادروو او ګټه يې هم ښه ده.))
همدارنګه د کب روزونکو اتحاديې مشر احمد شاه خان پژواک ته وويل، کومو کسانو چې دا مهال د کبانو روزلو فارمونه جوړ کړي، پخوا يې د کوکنارو کرکېله کوله.
دى وايي: ((دې خلکو وليدله چې له کوکنارو څخه په کبانو کې ګټه ډېره ده، نو ډېرو د کوکنارو کر پرېښوده او د کبانو روزلو ته يې مخه کړه.))
سره له دې هم په هلمند کې د کبانو روزونکي وايي چې د کبانو د خرڅلاو لپاره يو ځانګړى ځاى نه لري او په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي چې بايد اړوند چارواکي يې ورته زمینه برابره کړي.
login or register a new account.