Language

غزني کې یو شمېر بزګران د وچکالۍ پر وړاندې د مقامونو نیالګیو او اصلاح شوو تخمونو غوښتنه کوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۵): غزني کې یو شمېر بزګران د اقلیمي بدلون له امله د خپلو بڼونو د حاصلاتو پر کمېدو اندېښنه ښيي او له اړوندو ادارو غواړي چې د وچکالۍ پر وړاندې مقاوم نیالګي او اصلاح شوي تخمونه ورکړي او د افتونو د مخنیوي په موخه نورې اړینې مرستې هم ورسره وکړي.

د یادو بزګرانو د معلوماتو له مخې، وچکالي، نامنظم ورښتونه او د نباتي افتونو زیاتوالی هغه ستونزې دي چې په وروستیو کلونو کې یې د دوی پر باغونو او کروندو مستقیم اغېز کړی دی.

د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ د جامراد سیمې یوه بڼوال عبدالرحمن پژواک ته وویل چې پخوا به یې له دودیزو نیالګیو ښه حاصل اخیست، خو اوس اقلیم بدل شوی او هغه پخواني ډولونه نور مقاومت نه لري.

هغه زیاته کړه: «زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته د وچکالۍ پر وړاندې مقاوم او اصلاح شوي نیالګي راکړل شي.»

د خوګیاڼو ولسوالۍ یو بل بزګر محمدیوسف هم وایي: «که موږ ته ښه نیالګي او تخمونه راکړل شي، کولای شو خپل حاصلات زیات کړو، اوس ډېری نیالګي یا وچېږي او یا هم سمه مېوه نه نیسي.»

له بلې خوا، د خواجه‌عمري ولسوالۍ یو شمېر بزګران وایي چې د اقلیمي بدلون له امله د ونو ناروغۍ او افتونه زیات شوي دي.

د یادې ولسوالۍ یو بڼوال ګل‌احمد وایي: «پرله‌پسې وچکالۍ او بیا زیات بارانونه زموږ د ونو ریښې کمزورې کوي چې بیا ډېری ونې پر ناروغیو اخته کېږي او حاصل کم کوي، پخوا دومره افتونه نه وو، خو اوس هر کال نوې ناروغۍ راپیدا کېږي، که مسلکي مرسته ونه شي، ښايي زموږ باغونه له جدي زیان سره مخ شي.»

د کرنې یو کارپوه علي‌سینا وایي، اقلیمي بدلون نه یوازې د اوبو پر سرچینو، بلکې د نباتاتو د ودې پر موسمونو یې هم اغېز کړی او افتونه ورسره ډېر شوي دي.

هغه وویل، که بزګرانو ته له اقلیم سره برابر نیالګي، علمي لارښوونې او د افتونو د کنټرول عصري لارې چارې ور ونه پېژندل شي، د کرنې سکټور به له لا زیاتو ستونزو سره مخ شي.»

هغه ټینګار کوي چې د اوبو سم مدیریت، د عصري کرنې پراختیا او د بزګرانو مسلکي روزنه کولی شي د دغو ستونزو په کمېدو کې مهم رول ولوبوي.

د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند انجنیر زکریا هوتک وایي چې د بزګرانو ستونزې درک کوي او هڅه کوي سږ کال د موسسو په هممکارۍ شاوخوا ۲۵۰ زره مثمر او غیرمثمر نیالګي ووېشي.

ده وویل چې یاد نیالګي په سیمه‌ییزو قوریو کې روزل شوي او د غزني له اقلیم سره عیار دي چې د وچکالۍ او افتونو پر وړاندې ښه مقاومت لري.

د هغه په خبره، د کرنې ریاست د اوبو مدیریت، د بزګرانو د پوهاوي لوړولو او د عصري کرنې د ترویج لپاره هم مشخص پروګرامونه لري.

د یادونې ده، د غزني شاوخوا دوه میلیونه وګړو له ډلې نږدې ۸۰ سلنه یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د اقلیمي بدلون له امله اوښتونکي زیانونه د خلکو اقتصاد اغېزمنوي.