Language

اوزبېکستان د افغانستان د کرنې سکټور کې د ګډو پروژو پلې کولو ته چمتووالی ښودلی

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۵): اوزبېکستاني چارواکو د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر سره لیدنه کې په یو شمېر ولایتونو کې د غنمو د اصلاح شوي تخم د ترویج، بڼوالۍ او مالدارۍ برخو کې د ګډو پروژو پلې کولو لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.

د افغانستان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د اوزبېکستان د کرنې وزارت له مرستیال ابدذکروف جمشید او مل پلاوي سره ولیدل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، څېړنې، ترویج، د کرنې او وترنرۍ د محصلینو د روزنې او همدارنګه په یادو سکټورونو کې د پانګونې د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د غواوو، پسونو، وزو او اسونو د فارمونو پر جوړولو، د عصري کرنې پر ترویج، له نوو لارو چارو سره د بزګرانو پر بلدتیا او د غنمو د حاصلاتو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مرستیال مولوي نورالدین عمیر له یاد پلاوي سره په جلا لیدنه کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو برخو کې د افغانستان پر اړتیاوو خبرې وکړې او د مالدارۍ، د کب او شاتو مچیو روزنې او د څېړنیزو تجربو شریکولو برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

سرچینه زیاتوي چې اوزبېکستاني پلاوي د کرنې له وزیر سره په لیدنه کې خپل وړاندیزونه په بېلابېلو برخو کې وړاندې کړل او د کابل، ننګرهار، کندهار، فاریاب، جوزجان، بلخ، کندوز او تخار ولایتونو کې د غنمو د اصلاح شوي تخم د ترویج، جوارو، بڼوالۍ او مالدارۍ برخو کې د ګډو پروژو پلې کولو لپاره چمتووالی څرګند کړ.

د خبرپاڼې له مخې، د اوزبېکستان د کرنې وزارت له مرستیال ابدذکروف جمشید د خپل هېواد له لوري د کرنیزو لابراتوارونو جوړولو، د ۱۰۰ هکتاره بڼونو جوړولو، د اصلاح شوو تخمونو (غنم، هندواڼې، خټکي او وریجې) د ترویج او وېش، د کرنې او مالدارۍ د سکټور د کارکوونکو او زده کړیالانو د روزنې، د چرګانو روزنې د پراختیا او د عصري کرنیزو ټکنالوجیو د ترویج لپاره د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ.

هغه ویلي چې د پخوا په پرتله د افغانستان د کرنیزو محصولاتو صادرات زیات شوي او د اوزبېکستان خلک له دغو محصولاتو سره د ښه کیفیت او خوند له امله ځانګړې لېوالتیا لري.

د یادونې ده، یاد پلاوی د اوزبېکستان د کرنې او مالدارۍ د مرستیال په مشرۍ افغانستان ته راغلی او دواړه لوري د کرنې برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا هوکړې ته رسېدلي دي.