ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لومړي ځل د حيرتان بندر له لارې چين ته صادرات پيل شول

په لومړي ځل د حيرتان بندر له لارې چين ته صادرات پيل شول

author avatar
5 Sep 2019 - 18:55
په لومړي ځل د حيرتان بندر له لارې چين ته صادرات پيل شول
author avatar
5 Sep 2019 - 18:55

مزارشريف (پژواک، ۱۴وږی ۹۸): په لومړي ځل د بلخ حيرتان بندر له لارې افغان صادرات چين ته واستول شول.

په دې تړاو د وږي په  ۱۴مه، په حيرتان بندري ښارګوټي کې پروګرام جوړ شوی و، چې د افغان چارواکو په ګډون د ازبکستان، قزاقستان او چين هېوادونو استازو هم په کې ګډون کړی وو.

د افغانستان د ترانسپورټ وزير يما ياري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له حيرتان بندر څخه چين ته د رېل ګاډي له لارې د تالک قېمتي ډبرې شاوخوا زر ټنه په ۴۱ کانټينرونو کې واستول شوې.

هغه زياتوي، له دې وروسته به نور افغان توکي هم له همدې لارې چين ته استول کېږي.

د ده په وينا، افغانستان له جغرافيوي جبر څخه په وتلو دی او ژر به د سيمې د اقتصادي وصل پر څلور لارې بدل شي.

هغه وايي، هڅه به يې دا وي څو د ترانسپورټي او تجارتي لارو په خلاصون او انکشاف سره به افغان توکي تر نړيوالو بازارونو پورې ورسوي.

ياري دا هم وويل چې چين ته د صادراتو په لومړۍ چوپه کې په ۴۱ واګونو کې شاوخوا زر ټنه تالک ډبره واستول شوه، چې هلته به له پروسس وروسته په طبي موادو کې کارول کېږي.

ورته مهال د چارو د ادارې تخنيکي مرستيال خان ولي خان بشرمل په خپلو خبرو کې وويل، له چين سره د اقتصادي راکړې ورکړې په پيل سره به افغانستان د اقتصادي ودې برخه کې پرمختګ وکړي.

ده زياته کړه، په وروستيو اوونيو کې اته واګونه صادرات په  ازمايښتي ډول  د ازبکستان او قزاقستان هېوادونو پر لارو چين ته استول شوي وو، چې له کومې ستونزې پرته رسېدلي دي.

که څه هم نوموړي د ستونزو ځانګړې يادونه ونه کړه، خو زياته يې کړه چې لا هم چين ته د صادراتو برخه کې يو لړ واړه مشکلات موجود دي چې دوی يې پر هوارولو بوخت دي.

د هغه په خبره، له تېرو اتو مياشتو راهيسې له چين، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو سره مسلسلې ناستې لري، چې ورسره به د اقتصادي راکړې ورکړې په برخه کې هم اسانتياوې رامنځته شي.

دى وايي، هوايي دهليزونه د سوداګرو د تشويق لپاره ښه وو، خو په خبره يې چې د ځمکې له لارې د صادراتو ترانسپورټي لګښت څو چنده کم دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.