کابل (پژواک، ۲۶ تله ۹۸) : د مالي چارو د څار د یوې نړیوالې ادارې مشر شیانګمین لیو وایي پاکستان ترهګرۍ سره د مالي مرستو او پیسو مینځلو په مخنیوي کې پاتې راغلی.
دامریکا غږ د راپور له مخې، نوموړي دغه څرګندونې نن د تلې په ۲۶مه، په پاریس کې ددې ادارې د څو ورځني غونډې په وروستۍ ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې.
د مالي چارو د څار دغې نړیوالې ادارې پاکستان ته څلور میاشتې وخت ورکړی چې ثابته کړي د ترهګرو ډلو سره مالي مرستې نه کوي.
هغه زیاته کړې، که پاکستان په دې کار کې ناکام شو، نوم به یې په نړیوال تور لیست کې شامل شي او د نړیوالو بنسټونو نه د پور اخیستلو چارې به یې ستونزمنې شي.
د مالي منابعو د څار نړیوالې ادراې یا FTAF د پاکستان تر څنګ ایران ته هم خبرداری ورکړی چې پر ضد به یې نور جدي اقدامات وشي.
ایران وار د مخه د دې ادارې په تور لیست کې دی. دې ادارې نن د جمعې په ورځ اکتوبر ١٨ په پاریس کې د غونډې نه وروسته په اعلامیې کې ویلي چې پاکستان د هغو ٢٧ اقدماتو نه چې په تور لیست کې د نه شاملیدو لپاره ورته ورکړل شوي وو، یوازې د پنځو اقداماتو په هکله یې کار کړی.
دغې ادارې د تروریزم په مخنیوي کې د پاکستان د هڅې نه کولو په هکله جدي اندیښنه ښودلې ده.
د FATF مشر شیانګمین لیو پاکستان ته د راتلونکي کال د فبروي د میاشتې پورې وخت ورکړی چې که د دوي په لارښوونه یې عمل ونکړ، نوم به یې په تور لست کې راشي.
په دې لست کې تر اوسه یوازې شمالي کوریا او ایران دي. لیو ویلي چې پاکستان د تروریزم سره د مالي مرستو او پیسو مینځلو د مخنیوي لپاره په کافي اندازه اقدامات ندي کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن