اسعد اباد (پژواک، ٦ لړم ٩٨): د کونړ والي وايي چې پر ډيورنډ کرښه د جګړې پر مهال د پاکستاني ځواکونو په بريدونو کې درې مېرمنې وژل شوې او څلور ماشومان ټپيان دي.
د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني ځواکونو تېر مازديګر د ناړۍ ولسوالۍ اړوند د دوکلام پر سيمې بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې پاکستاني ځواکونو پر ډيورنډ کرښه د نورو پوستو پر جوړولو پيل وکړ چې د افغان ځواکونو له خوا يې مخنيوى وشو.
والي وايي، د پاکستاني ځواکونو په بريدونو کې درې مېرمنې وژل شوې او څلور نور چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي، ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وايي چې د جګړې له امله ګڼ شمېر کورنیو خپلې سيمې پرېیښې دي.
ده زياته کړه چې په رامنځته شوې جګړه افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د لواقوماندان بريدجنرال محمد ايوب حسين خېل وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه پنځه پاکستانى ملېشه سرتيري وژل شوي او اوه تنه نور يې ټپيان دي.
د هغه په وينا، دغه راز د هغوى د وسلو او مهماتو يوه زېرمه او کوم نوي تاسيسات يې جوړول، هم له منځه تللي دي.
حسين خېل وايي تر دې دمه افغان ځواکونو ته زيان نه ده اوښتې او جګړه لا روانه ده.
د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وايي، ددې جګړې عاملين پاکستاني ځواکونه دي ځکه يې په سيمه کې نوي تاسيسات جوړول.
د هغه په وينا، پاکستاني ځواکونه اوس شاتګ کړى او له بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې پيل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن