منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۵ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” د بلخ د پنځو ولسواليو اوسېدونکي ددولت او طالبانو د جګړو له امله زيانمن شوي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

مزارشريف ( پژواک، ۱۲لړم ۹۸) : د بلخ ولايت د پنځو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د امنيتي ځواکونو او  وسله والو طالبانو تر منځ جګړو کې ورته زيات زيان رسېدلی دی.

دوی چې د لړم په ۱۲مه، د بلخ ولايتي شورا انګړ کې راټول شوي وو، همدا راز يې ادعا کوله چې د امنيتي ځواکونو عمليات بې پايلې پای ته رسېږي.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي جان محمد افغانزي پژواک ته وويل، چې د بلخ ولايت په چمتال، چهاربولک، دولت اباد، شولګر او بلخ ولسواليو کې جګړه روانه ده.

هغه زياته کړه، په يادو جګړو کې ډېر زيان ملکي خلکو ته رسېدلی؛ نو ځکه يې دوی په اړه غږ پورته کړی دی.

ده وويل، وسله وال طالبان پر ځينو امنيتي پوستو له غلچکي بريدونو وروسته نورو سيمو ته ځي؛ خو په مقابل کې امنيتي ځواکونه کلي او بانډې تر بريدونو لاندې نيسي.

نوموړي زياته کړه: (( ډېری وخت په هوايي بمباريو او د توپونو په ډزو کې عام خلک تلف کېږي)).

د هغه په خبره، د يادو جګړو له وېرې زياتو کورنيو خپلې سيمې پرېيښي او نورو ځايونو ته کډه شوي دي.

افغانزي وويل، د دغو جګړو له امله ځينې کورنۍ تر خيمو لاندې ژوند کوي، چې د ژمي په را رسېدو د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د خلکو ستونزو ته رسېدګي وکړي.

په ورته مهال د چهاربولک ولسوالۍ قومي مشر محمد ناصر پژواک ته وو‎يل، چې د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزار – شبرغان پر لويه لاره د جګړو له امله عامو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

د هغه په وينا، دوه ورځې وړاندې تيمورک کلي کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې د عامو خلکو کورونه او دوکانونه نړېدلي، چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ياد قومي مشر زياته کړه: (( له طالبانو خو ګيله نشته؛ اوس امنيتي ځواکونو هم د خلکو په ځورولو لاس پورې کړی دی، طبيعي ده که داسې حالت دوام وکړي؛ نو د خلکو او نظام تر منځ شته فاصله به نوره هم زياته شي)).

د بلخ مدني فعال تاج الدين خرم پژواک سره خبرو کې د دولتي ځواکونو د عملياتو پر بڼې نيوکه وکړه.

هغه وويل، چې امنيتي ځواکونه د مصارفو او تلفاتو په ورکولو سره يوه سيمه ونيسي؛ خو د عملياتو له پای ته رسېدو سره سم يې بېرته طالبان تر کنټرول لاندې راولي.

له دې سره بلخ ولايت مقام بيا په دغه ولايت کې  د ملکي تلفاتو پړه پر وسله والو مخالفينو ور اچوي.

د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي پژواک ته وويل، چې طالبان د خلکو په کورنو کې پناه اخلي او له هغو ځايونو پر امنيتي پوستو او نظامي موقعيتونو بريدونه کوي.

د توحيدي په خبره، دولتي مسوولينو هر وخت امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې د عملياتو پر مهال د ملکي خلکو مال او ژوند ته ډېره پاملرنه وکړي.

د هغه په وينا، که بيا هم په روانو جګړو کې عامو خلکو ته زيان اوړي نو دولت مکلف دی، چې دغسې قضاياوو ته پر وخت رسېدګي وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized