Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

” د بلخ د پنځو ولسواليو اوسېدونکي ددولت او طالبانو د جګړو له امله زيانمن شوي”

مزارشريف ( پژواک، ۱۲لړم ۹۸) : د بلخ ولايت د پنځو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د امنيتي ځواکونو او  وسله والو طالبانو تر منځ جګړو کې ورته زيات زيان رسېدلی دی.

دوی چې د لړم په ۱۲مه، د بلخ ولايتي شورا انګړ کې راټول شوي وو، همدا راز يې ادعا کوله چې د امنيتي ځواکونو عمليات بې پايلې پای ته رسېږي.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي جان محمد افغانزي پژواک ته وويل، چې د بلخ ولايت په چمتال، چهاربولک، دولت اباد، شولګر او بلخ ولسواليو کې جګړه روانه ده.

هغه زياته کړه، په يادو جګړو کې ډېر زيان ملکي خلکو ته رسېدلی؛ نو ځکه يې دوی په اړه غږ پورته کړی دی.

ده وويل، وسله وال طالبان پر ځينو امنيتي پوستو له غلچکي بريدونو وروسته نورو سيمو ته ځي؛ خو په مقابل کې امنيتي ځواکونه کلي او بانډې تر بريدونو لاندې نيسي.

نوموړي زياته کړه: (( ډېری وخت په هوايي بمباريو او د توپونو په ډزو کې عام خلک تلف کېږي)).

د هغه په خبره، د يادو جګړو له وېرې زياتو کورنيو خپلې سيمې پرېيښي او نورو ځايونو ته کډه شوي دي.

افغانزي وويل، د دغو جګړو له امله ځينې کورنۍ تر خيمو لاندې ژوند کوي، چې د ژمي په را رسېدو د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د خلکو ستونزو ته رسېدګي وکړي.

په ورته مهال د چهاربولک ولسوالۍ قومي مشر محمد ناصر پژواک ته وو‎يل، چې د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزار – شبرغان پر لويه لاره د جګړو له امله عامو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

د هغه په وينا، دوه ورځې وړاندې تيمورک کلي کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې د عامو خلکو کورونه او دوکانونه نړېدلي، چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ياد قومي مشر زياته کړه: (( له طالبانو خو ګيله نشته؛ اوس امنيتي ځواکونو هم د خلکو په ځورولو لاس پورې کړی دی، طبيعي ده که داسې حالت دوام وکړي؛ نو د خلکو او نظام تر منځ شته فاصله به نوره هم زياته شي)).

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.