ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د برېښنا شرکت مشتريان نهه ميليارده افغاني پوروړي دي”

18 Nov 2019 - 17:28
18 Nov 2019 - 17:28

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۹۸): د برېښنا شرکت سربېره پردې چې وايي، ددغه شرکت مشتريان نهه ميليارده افغاني پوروړي دي، زياتوي، دا چې شرکت ته برېښنا په لوړه بيه تماميږي او دولت يې په ټيټه بيه خلکو ته ورکړي، بايد دولت ورته "سب سايډي" ورکړي.

د ولسي جرګې غړو د برېښنا شرکت مشر امان الله غالب نن د ولسي جرګې استجوابيه ناستې ته ورغوښتی و.

د دې جرګې په يو شمېر ناستو کې نيوکه کېدله چې د برېښنا بيه په ټول هېواد کې يو ډول نه ده، د برېښنا هغه پيسې چې وسله وال مخالفين يې اخلي، دغه شرکت يې تاوان پر عامو خلکو اچوي، په هېواد کې د برېښنا بندونو باندې کار نه کېږي، د دې شرکت ځينې چارواکي برېښنا مصرفوي، خو لګښت يې نه ورکوي او هغو سيمو ته د برېښنا رسونې په برخه کې پاملرنه نه کوي، کوم چې برېښنا نه لري.

د ولسي جرګې دويم مرستيال احمدشاه رمضان د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې وويل، له دې سره سره چې افغانستان ته وارداتي برېښنا په ځانګړي ډول له ازبکستان څخه افغانستان ته د بلخ ولايت له لارې د افغانستان نورو ولايتونو ته لېږدول کېږي، خو د نورو ولايتونو په پرتله په بلخ کې د برېښنا بيه درې برابره لوړه ده.

هغه ګواښ وکړ او ويې ويل: " که چېرې تر راتلونکې يوې مياشتې پورې دغه بيه د نورو ولايتونو په اندازه نه شي، د بلخ خلکو ته وايو چې د برېښنا هېڅ فيس تحويل نه کړي او په دغه ولايت کې به د برېښنا دروازه وتړو؛ همدومره مو زور رسېږي."

د دې جرګې بلې غړې نسيمې نيازۍ وويل، هغه کسان چې د برېښنا بيل نه تحويلوي او زورواکي دي، برېښنا يې نه پرې کېږي، خو د يوه مظلوم ښاري برېښنا پرې کېږي او پارچاوي ورکول کېږي.

هغې زياته کړه: "د هلمند ولايت د دوو ولسواليو د برېښنا بيل طالبان اخلي، خو تاسو هغه په هلمند کې پر عامو خلکو اچوئ، که تاسو هغه ضايعات پر هلمنديانو اچوئ، دا نو ستره جفا ده."

نيازۍ زياتوي، د هلمند د کجکي او ګرشک ولسوالۍ بندونه لري، بايد دې ولايت ته يو څه امتيازات ورکړل شي او تر څنګ يې د کابل ښار په ډېرو سيمو کې هم برېښنا پرچاوې ډېرې شوي او د کابل ښار هغو سيمو ته ډېره برېښنا ورکول کېږي چې هلته زورواکي ډېر وي.

همداراز، د دې جرګې بلې غړې فاطمې کوهستانۍ وويل چې د برېښنا شرکت غور ولايت ته هېڅ توجه نه ده کړه او ټوله پاملرنه يې لومړي او دويمه درجه ولايتونو ته ده، خو درېيمه درجې ولايتونو ته هېڅ توجه نه کېږي.

هغې زياته کړه: "د برېښنا په توزيع کې له پوره دوه ګوني چلند څخه کار اخيستل شوى، په هغو سيمو کې چې وارداتي برېښنا شته، هلته د لمريزې برېښنا امتحاني پروژې هم تر کار لاندې دي؛ خو غور ته هېچا توجه نه ده کړې."

د ولسي جرګې د يادو غړو تر څنګ ځينې نورو غړو هم وويل چې افغانستان پرېمانه اوبه لري، بايد پر يادو سيندونو د برېښنا بندونه جوړ شي، تر څو د"برېښنا سيوچ" له افغانانو سره وي.

هغوی زياته کړه، د برېښنا شرکت د دې لپاره له خلکو د دوه مياشتني لګښت پيسې يو ځای اخلي چې ډېره ګټه وکړي، خو د دې شرکت مشران برېښنا مصرفوي او لګښت يې نه ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version