Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“په ښوونيزو مرکزونو، عبادتځايونو او رسنيو کې افراطيت ته تبليغ کېږي”

مزارشريف (پژواک، ۵ لېندۍ ۹۸): د "خط نو څېړنيز بنسټ" موندنې ښيي چې د هېواد په يو شمېر پوهنتونونو، ښوونځيو، مدرسو او جوماتونو کې د افراطيت او قومي تضادونو د ودې او پراختيا لپاره تبليغ کېږي.

د ياد بنسټ مسوولين زياتوي چې له دغه حالته بيا وسله والې ډلې د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره استفاده کوي.

د خط نو څېړنيز او ټولنيز بنسټ مشر عبدالقادر مصباح د لېندۍ په پنځمه په مزارشريف ښار کې د تندلارۍ او زيانونو په اړه يې د جوړ شوي يو ورځني کنفرانس څنډه کې پژواک ته وويل چې ان يو شمېر رسنۍ د افراطيت په ترويج کې لاس لري.

هغه زياته کړه چې د تېر يو کال په موده کې يې د افراطيت د عواملو او له هغه څخه پر راولاړو شوو ستونزو باندې څېړنه کړې او ورته جوته شوې چې يو شمېر کړۍ د تندلارۍ او قومي تضادونو د ودې او پراختيا لپاره عملاً کار کوي.

نوموړی وايي، د هېواد په يو شمېر پوهنتونونو، ښوونځيو، مدرسو او جوماتونو کې د افراطيت او قومي ټکرونو رامنځته کېدو لپاره تبليغات روان دی.

د مصباح په خبره، په تحصيلي او تعليمي مرکزونو کې لوستل کېدونکي متون هم د مذهبي تاوتريخوالي او ټولنيز لرې والي برخه کې منفي اثرات لري.

د خط نو بنسټ مسوول زياتوي چې د هېواد يو شمېر رسنۍ هم د افراطيت په وده کې رول لري.

د هغه په  وينا، د دې څېړنې پر مهال يې لوستل کېدونکي متون، د معلم يا مدرس د بيان طرز او د شاګردانو د پوهې کچه تر څار لاندې نيولې او ورته جوته شوې چې دا هره برخه يو لړ بدلونونو ته اړتيا لري.

نوموړی وايي چې همدا راز يې يو شمېر جوماتونه  هم د څېړنې پر مهال څارلي او ورته جوته شوې چې ډېری وخت د جوماتونو له منابرو داسې بيانونه کېږي چې د خلکو ترمنځ د مذهبي او قومي ټکرونو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

د مصباح په خبره، د څېړنو پايله يې دا ده چې له موجوده تندلارۍ او قومي ټکرونو وسله والې ډلې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په اسانه کار اخلي.

د دغه کنفرانس ګډونوال او ديني عالم مولوي امرالدين ولي پژواک ته وويل چې افراطيت، ترهګري او د قومي تضادونو رامنځته کول د اسلام له نظره مردود او ناروا دي.

هغه زياته کړه چې يو شمېر ډلې د اسلام له نومه په استفادې خپل شخصي اغراض او موخې تعقيبوي چې په هېڅ صورت يې کړنې له دين سره مطابقت نه لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.