ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په قطر کې د افغانستان سفير د امريکا او جرمني له ډيپلوماتانو سره پر سوله غږېدلی

په قطر کې د افغانستان سفير د امريکا او جرمني له ډيپلوماتانو سره پر سوله غږېدلی

author avatar
27 Nov 2019 - 16:39
په قطر کې د افغانستان سفير د امريکا او جرمني له ډيپلوماتانو سره پر سوله غږېدلی
author avatar
27 Nov 2019 - 16:39

کابل (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٨): په قطر کې د افغانستان سفير د جرمني او امريکا له ډيپلوماتانو سره د افغان سولې پر پروسې او د بين الافغاني مذاکراتو پر ژر پيلېدو خبرې کړې دي.

دا لیدنه په قطر کې د جرمني سفیر له خوا جوړه شوې وه.

په دې لیدنه کې چې په دوحه کې ترسره شوې، افغان سفیر عبدالحکیم دلیلي، په قطر کې د جرمني سفير هانس اودو موزل او د پاکستان او افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوتزل، په قطر کې د امریکا سفارت مرستیال پلیپ ار نیلسون او مستشار او د افغان سفارت مستشار محمد سرور یردادي برخه لرله.

په قطر کې د افغانستان سفير دليلي د لېندۍ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې کتنه کې چې د جرمني د یوه تحقیقاتي مرکز بیرغف مشر پروفیسور هانز یواکیم هم برخه لرله، پر افغان سوله، ټاکنو او یو لړ نورو مهمو مسایلو خبرې وشوې.

هغه زياته کړه، دغه راز په لیدنه کې افغان لوري د سولې پروسې په چټکولو کې د امریکا، جرمني او نړۍ والې ټولنې هڅې وستایلې او ټینګار يې وکړ چې د دې پروسې د بریا لپاره باید ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل او د افغان دولت په مشرۍ مخکې ولاړې شي.

دلیلي د سولې د بین الافغاني خبرو د هر څه ژر پیلېدو او د دې پروسې له پیلېدو سره سم د افغان دولت او د وسله والو طالبانو ترمنځ پر اوربند ټینګار وکړ.

نوموړي دا هم وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو ځنډ د سولې پروسې پر وړاندې ستونزې جوړولای شي او د دې پایلو ژر معلومېدل به له سولې سره مرسته وکړي.

دلیلي زیاته کړه چې د افغانستان نړيوال متحدین باید د افغان دولت په مشرۍ د سولې له پروسې سره مرسته وکړي او د یو شمېر هغو کورنیو او بهرنیو کړیو مخه ونیسي چې هڅه کوي د افغان دولت او د افغانستان د ملي ګټو او تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو خلاف د سولې پروسه د خپلو شخصي ګټو پر محور را وڅرخوي.

د هغه په وينا، په دې لیدنه کې امریکايي او جرمني لورو د سولې پروسې د افغاني کولو او په دې پروسه کې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ او د بین الافغاني خبرو او باعزته سولې د راتلو هیله یې څرګنده کړه.​

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.