جلال اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۸): د لغمان چارواکي وايي چې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل- جلال اباد پر لويه لار د موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د لېندۍ په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا درې بجې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اړوند د سرخکانو په سيمه کې د جلال اباد- کابل پر لویه لار د کرولا او ټېلري موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا چې په پېښه کې د کرولا موټر درې سپرلي مړه شوي او يو بل ټپي دی.
هغه وايي چې یاده پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن