کابل (پژواک، ۲۲ لیندۍ ۹۸) : د افغانستان برښنا شرکت د برښنا انرژۍ له کورنیو تولیدي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په دوام د نغلو تولیدي برښنا بند څلورم توربین له اساسي ترمیم وروسته په بریالی توګه فعال کړ.
د نغلو تولیدي برښنا بند څلورم توربین چې وړاندې تر دې له کاره لویدلی وه د افغانستان برښنا شرکت د تولید حوزې د فني او پیاوړو انجنیرانو له خوا د دوه نیمو میاشتو په لړ کې په اساسي ډول بیرته ترمیم شو.
د مالیې وزارت سرپرست او د ولسمشرلاکار محمد همایون قیومي په مشرۍ یو پلاوی چې پکې د برښنا شرکت رییس اونورو چارواکي هم وو، نن سروبي ته سفر وکړ او یاد توربین او سب ستیشن یې پرانیستل.
قیومي په دې مراسمو کې وويل: ” د کافي برښنا انرژۍ شتون د هیواد د اقتصادي زیربنایي پراختیا بنسټ جوړوي، د افغانستان حکومت هوډ لري چې د برښنا د داخلي تولیداتي سرچینو په برخه کې پانګه اچونه زیاته شي “.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس انجنیر امان الله غالب د نغلو د څلورم رغول شوي توربین په مراسمو کې وویل: ” په بنسټیزه توګه د برښنا تولیدي انرژۍ د بندونو رغول، چې نوی کيدو ته اړتیا لري، د افغانستان برښنا شرکت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، تیر کال د نغلو د دوهم توربین له رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او دغه دی د برښنا د زیارکښو انجنیرانو په مټ د نغلو برښنا بند څلورم توربین هم ترمیم او فعال شو”.
دغه راز د ماليې وزارت سرپرست او د افغانستان برښنا شرکت پلاوي د سروبي ۱۱۰/۲۰ کیلوولټ نوی سب ستیشن هم پرانیست او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس وويل، چې د سروبي د نوي سب ستیشن ګټې اخیستنې ته په سپارلو سره به د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ او اوزبین کې نویو سیمو ته د برښنا برابرولو ترڅنګ د برښنا کیفیت هم لوړ شي.
د برښنا شرکت وایي، د یاد سب ستیشن چاري د دوو کلونو په لړ کې د AK-AY ترکي قراردادي کمپنۍ له خوا بشپړې شوي، په دې پروژه شاوخوا ۳.۵ میلیون امریکايي ډالره لګښت راغلی چې پیسې یې د نړیوال بانک له مرستو څخه ورکول شوې دي.
نوموړی سب ستیشن به اوس مهال هغو کلیو ته برښنا ورکوي چې د برښنا شبکې چارې پکې بشپړې شوې دي او په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۷ نورو کلیو د برښنا شبکې د چارو په بشپړیدو سره نویو پیرودنکو ته هم برښنا وویشل شي.
د نغلو تولیدي برښنا فابریکي په اړه لنډ معلومات:
د نغلو برښنا فابریکه په هیواد کې د تولیدي برښنا له غټو فابریکو څخه ده، چې د کابل په ختیځ ۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.د کابل او لوګر پر سیندونو باندې، چې د غوربند، سالنګ، شتل او پنجشیر سیندونه ورسره یو ځای کېږي په یو باریکه تنګي کې جوړه شوېدی.
د نغلو تولیدي برښنا فابریکې د ساختمان جوړیدو چارې لومړی ځل په ۱۹۶۰ زیږدیز کال کې پیل او پر ۱۹۶۷ زیږدیز کال بشپړې شوي او په ۱۹۷۴ زیږدیز کال یې د څلور پایو توربینونو له لګولو او د بند د ذخیرې له ډکیدو وروسته د ۱۰۰ میګاواټه برښنا د ظرفیت په لرلو سره په فعالیت پیل وکړ.
د افغانستان برښنا شرکت هوډ لري، چې له شته فرصتونو او آسانتیاوو څخه په ګټې اخیستنې په هېواد کې د برښنا رسونې خدمتونو او برښنا فابریکو د رغولو چارې چټکې کړي.
Views: 69
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن