لښکرګاه (پژواک، ٣ سلواغه ٩٨): د هلمند حکومتي چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو د دغه ولايت د ملي امنيت د مطبوعاتو مدير وژلى او يو بل کس يې ټپي کړى دى.
د هلمند والي محمد ياسين خان د مرغومي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژانده وسله والو تېره شپه د دغه ولايت د ملي امنيت د مطبوعاتو پر مدير محمد داوود مظلوميار ډزې کړې دي.
هغه وايي چې په دغه پېښه کې مظلوميار وژل شوى او موټر چلوونکى يې ټپي شوى دى.
والي زياتوي: ((مظلوميار لښکرګاه ښار ته د سودا اخيستلو لپاره تللى و چې له دغه ډول پېښې سره مخ شوى دى.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د يادې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو امنيتي ارګانونو ته دنده سپارل شوې چې د مظلوميار قاتلين پيدا او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
بل لورته د يادې پېښې مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو تېره شپه د لښکرګاه ښار په کارته لګن سيمه کې د ملي امنيت يو فعال غړى محمد داوود مظلوميار په يوه چريکي بريد کې وژلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن