کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٨): د پاکستان پوليسو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر د نيولو په غبرګون کې نن لسګونو کسانو په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون وکړ او د اعتراض په توګه یې د سفارت مخې ته خېمه ودروله.
د پاکستان پولیسو تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور ښار اړوند د تاکال په سيمه کې له يو شمېر نورو ملګرو سره د دولت خلاف څرګندونو په تور ونیوه.
نن په کابل کې لسګونو کسانو د پاکستان پر دغه کړنه اعتراض وکړ.
اعتراض کوونکي چې له بېلابېلو ولایتونو څخه راټول شوي وو، د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او ویل یې، تر هغه به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي څو منظور پښتین خوشی نه شي.
په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د خلکو استازې شګوفه نورزۍ چې د اعتراض کوونکو مشري یې کوله، وویل چې پاکستان منظور پښتین بیګناه نیولی او باید ژر یې خوشی کړي.
هغې وویل، پاکستان تل هڅه کوي چې د پښتنو مشرانو ته ستونزې جوړې کړي او زنداني یې کړي.
نورزۍ وویل: «څو چې منظور پښتين له زندانه نه وې خوشی شوی، موږ د پاکستان سفارت له مخې نه ځو او د هغه خوشي کېدل غواړو.»
بل اعتراض کوونکي ارشاد رغند وویل: «لر او بر یو افغان دی او افغانان به تر هغه خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي چې منظور پښتین له بند څخه خلاص شي.»
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د منظور پښتین نیول کېدل غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د سیمې د بې ثباتۍ لامل کیږي.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د ولسمشر غني ټوېټري پيغامونه د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه بللې ده.
د پښتین نیول کېدل په ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخه کچه غندل شوي او د افغانستان په ځینو ولایتونو لکه کونړ، پکتیا او ننګرهار کې خلکو د لاریونونو په ترسره کولو سره د پښتین نیول کیدل غندلي دي.
لاریونوالو د پښتین د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
login or register a new account.