ژبه

د شکایتونو کمېسیون تر دوو ورځو د ټاکنیزو استینافي اعتراضونو په اړه پرېکړه کوي

توسط احمد صهیب حسرت

جنوري 29, 2020 - 3:34 pm

Views: 73

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، تر سبا به په ۲۹ ولایتونو کې د استینافي غوښتنو تصنیف بندي پای ته ورسېږي او تر دوو ورځو به یې په اړه پرېکړه وکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې، خو وروستۍ پایلې یې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې د مرغومې په لومړۍ نېټه اعلان شوې.

د دې پایلو له اعلانه وروسته تر شپاړس زرو زیات شکایتونه ثبت شول، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دغو شکایتونو نږدې لس زره یې بې مورده وبلل.

دغه کمېسیون د پاتې نورو شکایتونو له مخې، تر سلو د زیاتو محلونو رایې باطلې کړې او ویې ویل چې د څه باندې پنځه زره محلونو رایې باید بیا وشمېرل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اته ورځې مخکې په ۲۹ ولایتونو کې د ۶۳۰۰ استینافي اعتراضونو ته د رسېدو بهیر پیل کړ او باید دغه بهیر په ۱۵ ورځو کې پای ته ورسي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ویاند مرستیال محمد رضا فیاض د سلواغې په نهمه پژواک خبری اژانس ته وویل چې په پروان، میدان وردګو، تخار، جوزجان او بادغیس ولایتونو کې استینافي غوښتنې نه وې، خو د کاپیسا، لوګر، لغمان، پنجشېر، بامیان، غزني، کونړ، نورستان، بدخشان، سمنګان، سرپل، دایکنډي، اروزګان، زابل، فاریاب او فراه او ځینې نورو ولایتونو کې د استینافي غوښتنو د تصنیف بندۍ لړۍ پای ته رسېدلې ده.

دی وایي چې دغه لړۍ به سبا په ټولو ولایتونو کې پای ته ورسي او په راتلونکو دوو ورځو کې به په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایه ورکړه. د لومړیو پایلو له مخې په دې ډله کې په  محمد اشرف غني څه باندې پنځوس سلنه رایې لري او ورپسې عبدالله عبدالله څه باندې ۳۹ سلنه رایې لري.

login or register a new account.