کندهار (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۸): د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي، سږ کال يې د څه باندې ۱۹۸ ميليونه ډالرو په ارزښت وچه او لنده مېوه بهر ته صادر شوې ده.
د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهیر له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، سږ کال له دغه ولایته د وچې او لندې مېوې په صادراتو کې ډېروالی راغلی او دغه کچه کال تر بلې لوړېږي.
هغه زیاته کړه، تر دې مهاله له کندهاره د څه باندې ۱۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت څه له پاسه ۱۶۸ زره ټنه وچه او لنده مېوه بهر ته صادر شوې ده.
دی وايي: ((سږ کال له کندهار څخه د ۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۲ زره ټنه لنده مېوه، د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۷ زره ټنه وچه مېوه، د ۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰ زره ټنه طبي بوټي او د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۷ زره ټنه حبوبات بهر ته صادر شوي دي.))
د هغه په وينا، په لنده مېوه کې انګور، انار، خټکي او نور،په وچه مېوه کې لسګونه ډوله کشمش، انځر، پسته، بادام، شکرپاره، غوزان او نور، په طبي بوټو کې زیره، شیرین بویه، زعفران او نور، په حبوباتو کې تور ماش، کنجد او نور شامل دي.
زهير وايي، د صادر شوو توکو له جملې ډېره برخه پاکستان او هند او کمه اندازه یې یو شمېر عربي او اروپايي هېوادونو ته تللي دي.
دى زیاتوي، بهر ته د لندې مېوې صادرات پای ته رسېدلي خو د وچې مېوې صادرات لا هم روان دي او ښايي د راتلونکي ۱۳۹۹ لمریز کال د غويي تر میاشتې دوام وکړي.
ده خبر ورکړ چې سږ کال به له کندهاره د صادراتو کچه تر ۲۰۰ زره ټنه ورسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال له کندهار د ټولو صادراتو کچه ۱۲۴ زره ټنه وه.
نوموړي د صادراتو پر وړاندې د ځينو ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل، سږ کال پاکستان د لندې مېوې پر صادراتو مالیه لوړه کړه چې باغ لرونکي او سوداګر یې زیانمن کړل.
دغه راز انارو کیفیت د موسمي بارانونو او ځینو امراضو له امله زیانمن شو چې سوداګر او باغ لرونکي یې ۵۵ سلنه تاوان واړوه.
د دې ترڅنګ نوموړي یادونه وکړه چې په کندهار کې کرنه او بڼوالي لا هم په پخوانۍ دودیزه بڼه ترسره کېږي، که دغه چاره فني شي نو د محصولاتو او صادراتو کچه به لا لوړه شي.
زهير وايي: ((که د کرنې د فني کېدو په برخه کې کار وشي، د برېښنا ستونزه حل شي او سړې خونې جوړې شي نو ډېرې ځمکې به په باغونو بدلې شي، حاصلات او صادرات دواړه به ډېر شي چې په دې توګه به هم کروندګر او هم سوداګر ډېره ګټه تر لاسه کړي.))
دی زیاتوي، د دغو او نورو اسانتیاوو د نشتوالي له امله هر کال د حاصلاتو پر مهال تازه مېوه یا ضایع کېږي او یا په ډېره ټیټه بیه پلورل کېږي.
د دې ترڅنګ ده یادونه وکړه چې د کندهار د وچې او لندې مېوې ډېره برخه د هند او پاکستان په نومونو بهر ته صادرېږي چې لامل یې نړیوال مارکېټ ته د افغان سوداګرو نه لاسرسی دی.
د زهير په خبره، که افغان سوداګرو ته منظمې ځمکنۍ او هوايي لارې برابرې شي نو هغوی به د دې جوګه شي چې خپله مېوه د خپل هېواد په نوم تر نړیوال مارکېټ پورې ورسوي او هغه ډېره ګټه چې نورو ته رسېږي افغان سوداګر او بڼوال ته ورسېږي.
په دې برخه کې ده یادونه وکړه چې سږ کال د افغانستان- هند هوايي دهلېز اړوند یوه الوتنه هم نه ده شوې، په داسې حال کې چې د پاکستان له خوا پر لندې مېوې د مالیې له لوړېدو وروسته د هوا له لارې د مېوو لېږد ته سخته اړتیا لیدل کېده.
خو نوموړي د دې ترڅنګ د چابهار بندر لار یاده کړه چې د جغرافیوي موقعیت او لنډ واټن له مخې د صادراتو او وارداتو دواړو لپاره ارزښتناکه ده او سږ کال له دې لارې هند ته ۳۰۰ ټنه وچه او لنده مېوه صادر شوې ده.
د کندهار بڼوال او د وچې او لندې مېوې سوداګر وايي، که حکومت بڼوالۍ ته وده ورکړي، اسانتیاوې ډېرې کړي او له دوی سره په بازار موندنه کې مرسته وکړي نو د حاصلاتو له ډېرېدو سره به د صادراتو کچه هم لوړه شي او هېواد به له اقتصادي اړخه پر پښو ودرېږي.
د شاوليکوټ ولسوالۍ د انځرو یو بڼوال قدرت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، جګړې، ناامنۍ او له همدې امله د حکومت نه پاملرنې د کرنې او بڼوالۍ د پرمختګ مخه نیولې ده.
دی وايي، بڼوال په ډېرو ستونزو خپل باغونه پالي او هر کال په داسې حال کې له باغونو حاصلات راټولوي چې جګړې یې هره لحظه ژوند ګواښي.
د ده په خبره، که حکومت امنیت ټینګ کړي، اسانتیاوې ډېرې کړي، کرنه او بڼوالي فني کړي او د مېوو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي نو دلته به بڼوالي ډېر پرمختګ وکړي.
دغه راز هغه غوښتنه کوي چې دولت دې د کرنې او باغدارۍ د لا ودې په موخه د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي، په کندهار ښار او ولسوالیو کې دې د باران د اوبو د زېرمه کولو لپاره واړه او لوی بندونه جوړ کړي څو تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړه شي او نوو باغونو جوړولو ته امکانات برابر شي.
سوداګر وايي، د صادراتو په برخه کې که څه هم یو لړ اسانتیاوې رامنځ ته شوي خو بیا هم ټرانزيټي ستونزې او نړيوالو مارکېټونو ته د لارو نه درلودل د دې لړۍ پر وړاندې خنډونه دي.
د کندهار د وچې مېوې یو سوداګر حاجي حیات الله پژواک اژانس ته وویل، له بهرنیو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو پرانیستل د صادراتو په برخه کې لوی پرمختګ دی خو په دې شرط چې الوتنې منظمې وي او ځنډ په کې را نه شي.
ده وویل، باغ لرونکي او سوداګر ټول د دغې لړۍ د دوام او پراختیا په هیله دي او په دې تمه دي چې اروپايي او امریکايي هېوادونو ته هم د هوا له لارې صادرات پيل شي چې د افغانستان د مېوې لپاره تر ټولو ښه مارکېټونه دي.
خو دی ټینګار کوي چې د دې تر څنګ دې حکومت د ځمکنیو لارو پر پرانیستلو ډېر کار وکړي چې افغانستان د نړۍ له مارکېټونو سره ونښلوي.
د ده په خبره، له پخوا راهیسې له کندهاره بهر ته د مېوې صادرات په پخوانۍ دودیزه بڼه کېږي، خو که افغانستان د نړۍ له مارکېټونو سره ونښلول شي نو بهر ته به د مېوو صادرات معیاري او سټنډرډ بڼه خپله کړي.
د یادونې ده، د هېواد په کچه د لندې او وچې مېوې ۷۰ سلنه صادرات له کندهار او پاتې ۳۰ سلنه یې د هېواد له نورو لایتونو څخه کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن