ژبه

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان وو

توسط احمدشاه عرفانیار

اکتوبر 26, 2024 - 5:38 pm

Views: 229

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۳): تېره اونۍ «برېکس» د خپلواک، سوله‌ییز او له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌يي توکو د خوندي افغانستان ملاتړ وکړ، م.م په افغانستان کې د ښځو له حقونو د ملاتړ پر پراختیا ټینګار وکړ، غور کې د داعش د دوو کسانو د وژلو خبر ورکړل شو او اروپايي ټولنې د افغانستان د روغتيا له سکټور سره د مرستې لپاره ۳۱ میلیونه یورو ځانګړي کړل.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

د برېکس غړي هېوادونه: د خپلواک، سوله‌ییز او له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌يي توکو د خوندي افغانستان ملاتړ کوو

د برېکس په سرمشریزه کې ازبکستان او قرغيزستان له نړۍوالې انزوا د افغانستان پر ایستلو ټینګار وکړ

ډېکسن: لندن هڅه کوي د کابل او غربي نړۍ ترمنځ د اړیکو جوړولو ته لار هواره کړي

کابل کې د ازبکستان د دیني عالمانو پلاوی: د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره هڅه کوو

د سوداګرۍ او صنع وزارت: افغانستان غواړي له قزاقستان سره سوداګري درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي

م.م: په افغانستان کې باید له ښځو ملاتړ پیاوړی کړو

مجاهد: غور کې د داعش دوه کسان وژل شوي او ځیني ژوندي نیول شوي

اروپايي ټولنې د افغانستان له روغتيايي سکټور سره د مرستې لپاره ۳۱ میلیونه یورو ځانګړي کړي

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان وو.

تېره اونۍ د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي وو، د کابل پامیر سینما سیمه کې د چاودنې، د چاودېدونکو توکو لېږدوونکی کس – چې له امله یې یوولس تنه ټپیان او یو ماشوم وژل شوی – په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

دغه راز، د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد ویلي چې امنیتي ځواکونو په غور کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او ځیني یې ژوندي نیول شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، په غزني کې له پخوا پاتې د یو لاسي‌بم چاودنه کې درېیو ماشومانو ژوند بایللی او د یوه ماشوم په ګډون درې کسان ټپیان دي او نورستان کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په یوه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د برېکس ناسته

تېره اونۍ، د برېکس درې ورځنۍ سرمشریزه د ۳۶ هېوادونو د مشرانو او یو شمېر نړۍوالو سازمانونو د استازو په ګډون د روسیې د تاتارستان په مرکز کازان ښار کې ترسره شوه.

د راپورونو له مخې، د برېکس غړو هېوادونو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د یو خپلواک، ملګري، سوله‌ییز او له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌يي توکو د خوندي افغانستان ملاتړ کوي.

دغه راز، د دې اعلامیې په یوه برخه کې افغانانو ته د بېړنیو بشري مرستو رسولو پر اړتیا او د نجونو پر مخ د زده‌کړو د محدودیتونو پر لرې کېدو د ټینګار ترڅنګ د افغانستان د مسایلو په حل کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو رول مهم بلل شوی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې افغانستان د برېکس سرمشریزې په اجنډا او محور کې ځای لري، اسلامي امارت د سیمې د هېوادونو پام دې ته راګرځوي چې د افغانستان ټيکاو او اقتصاد په سیمه‌ییزه کچه ځانګړی ارزښت لري او د ټولو په ګټه دی.

د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف له نړۍوالې انزوا د افغانستان پر ایستلو ټینګار کړی او بشري مرستې، د اقتصاد ښه کېدل او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو رامنځته کېدل یې مهم بللي دي.

د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف هم په دې غونډه کې له افغانستانه هر اړخیز ملاتړ او د اقتصاد له نړۍوالو او سیمه‌‌ییزو اقتصادي سیسټمونو سره د دغه هېواد یوځای کېدل مهم بللي او له افغانستان سره د بهرنیو مرستو پر دوام او له نړۍوالې انزوا د افغانستان پر ایستلو یې ټينګار کړی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره کتنه کې ویلي، ایران د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سولې او ارامۍ په ټینګښت کې مرسته کوي.

د ا.ا او غربي نړۍ ترمنځ د اړیکو جوړېدو هڅې او افغانستان ته د ازبکستان علماوو سفر

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت شارژدافير رابرټ ډېکسن د افغانستان ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې ویلي، لندن له اسلامي امارت سره د خبرو د دوام پلوی دی او د بریټانیا حکومت په خپل هېواد کې د افغانستان سرپرست حکومت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

هغه په راتلونکي کې د ځينو اړینو مسایلو په اړه د دوه اړخیزو ناستو جوړېدو وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې لندن هڅه کوي د کابل او غربي نړۍ ترمنځ د اړیکو جوړېدو ته لار هواره کړي.

تېره اونۍ، کابل ته د ازبکستان د دیني عالمانو يو پلاوي راغلی و؛ د یاد پلاوي مشر شیخ مفتي نورالدین خالق نظر له افغان چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، د یاد هېواد د علماوو او چارواکو راتګ له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب، ګډو متقابلو ګټو، تعامل او همکاریو ښکارندویي کوي.

د یو بل خبر له مخې، ایټالیا سبرینا اوګولیني د افغانستان لپاره د دغه هېواد د نوې سفیرې په توګه ګومارلې چې د قطر له پلازمېنې دوحې ښاره به فعالیت کوي.

د ښځو حقونه

د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستیالې امینې محمد د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، په افغانستان کې باید د ښځو له حقونو د ملاتړ کچه پراخه شي.

د برېکس د سرمشرې په ګډه اعلامیه کې هم افغانانو ته د بېړنیو بشري مرستو رسولو پر اړتیا او د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو پر لرې کېدو ټینګار شوی.

دغه راز، په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په کابل کې يوې ناسته کې ویلي، په افغانستان کې د ډېرو کسانو، په ځانګړي ډول د ښځو اساسي حقونه له محدویتونو سره مخ دي.

خو د افغانستان د امر بالمعروف، نهي ‌عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست شیخ محمدخالد ویلي، اسلامي امارت د ښځو شرعي حقونو ورکولو ته ژمن دی، هيڅوک حق نه‌ لري ښځې په بدو کې ورکړي او یا یې پر نورو شرعي حقونو سترګې پټې کړي.

هغه ویلي، هڅه کوي چې ښځو ته د اسلام مبارک دین کې ورکړل شوي ټول حقونه ورسېږي.

بشري مرستې

اورپايي ټولنې په افغانستان کې له روغتيايي سکټور سره د مرستې لپاره ۳۱ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.