Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روان کال په مزار شريف شار کې ٨٠٠ جنايي پېښې ثبت شوې دي

مزارشريف ( پژواک، ۲۸سلواغه  ۹۸) : د بلخ د مزارشريف ښار اوسېدونکي او مدني فعالان د جنايي پېښو پر زياتېدو اندېښنه ښيي او پوليس ګرموي چې خپله دنده په سمه توګه پرمخ نه بيايي.

په مزار شريف ښار کې د ناقانونه وسله والو ګرځېدل، وسله والې غلاوې، هدفي وژنې او تښتونې هغه څه دي، چې د مزارشريف اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.

له دې سره د بلخ امنيه قومانداني وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې د جنايي پېښو څه باندې ۸۰۰ قضيې له پوليسو سره ثبت شوې دي.

مدني فعال او د بلخ غږ اونيزې سيمه ييز خبريال فرهاد ځلاند وايي، چې دوه ورځې وړاندې د مزارښار په دشت شور سړک باندې وسله والو غلو ترې موبايل او پيسې اخيستي دي.

نوموړي پژواک ته وويل، چې د ښار د نهمې ناحيې اړوند دشت شور سړک په درېيمه کوڅه کې يې شخصي کرولا تر څنګ درېدلې او يوه وسله وال ترې ټيلېفون او پيسې اخيستي.

د هغه په خبره، وسله والو غلو ګواښ ورته کړی چې که د تېښتې هڅه وکړي؛ نو ډزې به پرې وکړي.

دغه ځايي خبريال وويل: (( دا اول ځل نه دی، چې وسله والو غلو سره مخ کېږم، شپږ مياشتې وړاندې هم غلو ټيلېفون راڅخه اخيستی وو، موږ بار بار ځايي چارواکو سره دغه ستونزه شريکه کړې؛ خو په اړه يې تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی)).

نوموړی زياتوي، چې وسله وال غله د ښار په بېلابېلو برخو کې په رڼا ورځ ګرځي او د وسلې په زور له خلکو څخه قېمتي شيان او نور اجناس اخلي.

نرګس په مزارشريف ښار کې د يوه خصوصي پوهنتون محصله ده. هغه وايي، چې په ښار کې د جنايي جرايمو په زياتېدو سره د وېرې احساس کوي.

هغې پژواک ته وويل، چې کله هم پوهنتون ته ځي او يا هم ښار کې ګرځي؛ نو فکر کوي چې نيمايي خلک غله دي او پر دې به بريد وکړي.

نوموړې زياته کړه، چې نږدې يوه مياشت وړاندې دوه وسله والو چې پر موټرسايکل سپاره وو له دې يې لاسي بيک وتښتاوه، چې ټيلېفون هم په کې وو.

د نرګس په خبره، د وسله والو غلو له وېرې پرته له کوم جدي ضرورت څخه ښار ته هم نه شي وتلی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.