منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۲ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

روان کال په مزار شريف شار کې ٨٠٠ جنايي پېښې ثبت شوې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۷۶ کتنې

مزارشريف ( پژواک، ۲۸سلواغه  ۹۸) : د بلخ د مزارشريف ښار اوسېدونکي او مدني فعالان د جنايي پېښو پر زياتېدو اندېښنه ښيي او پوليس ګرموي چې خپله دنده په سمه توګه پرمخ نه بيايي.

په مزار شريف ښار کې د ناقانونه وسله والو ګرځېدل، وسله والې غلاوې، هدفي وژنې او تښتونې هغه څه دي، چې د مزارشريف اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.

له دې سره د بلخ امنيه قومانداني وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې د جنايي پېښو څه باندې ۸۰۰ قضيې له پوليسو سره ثبت شوې دي.

مدني فعال او د بلخ غږ اونيزې سيمه ييز خبريال فرهاد ځلاند وايي، چې دوه ورځې وړاندې د مزارښار په دشت شور سړک باندې وسله والو غلو ترې موبايل او پيسې اخيستي دي.

نوموړي پژواک ته وويل، چې د ښار د نهمې ناحيې اړوند دشت شور سړک په درېيمه کوڅه کې يې شخصي کرولا تر څنګ درېدلې او يوه وسله وال ترې ټيلېفون او پيسې اخيستي.

د هغه په خبره، وسله والو غلو ګواښ ورته کړی چې که د تېښتې هڅه وکړي؛ نو ډزې به پرې وکړي.

دغه ځايي خبريال وويل: (( دا اول ځل نه دی، چې وسله والو غلو سره مخ کېږم، شپږ مياشتې وړاندې هم غلو ټيلېفون راڅخه اخيستی وو، موږ بار بار ځايي چارواکو سره دغه ستونزه شريکه کړې؛ خو په اړه يې تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی)).

نوموړی زياتوي، چې وسله وال غله د ښار په بېلابېلو برخو کې په رڼا ورځ ګرځي او د وسلې په زور له خلکو څخه قېمتي شيان او نور اجناس اخلي.

نرګس په مزارشريف ښار کې د يوه خصوصي پوهنتون محصله ده. هغه وايي، چې په ښار کې د جنايي جرايمو په زياتېدو سره د وېرې احساس کوي.

هغې پژواک ته وويل، چې کله هم پوهنتون ته ځي او يا هم ښار کې ګرځي؛ نو فکر کوي چې نيمايي خلک غله دي او پر دې به بريد وکړي.

نوموړې زياته کړه، چې نږدې يوه مياشت وړاندې دوه وسله والو چې پر موټرسايکل سپاره وو له دې يې لاسي بيک وتښتاوه، چې ټيلېفون هم په کې وو.

د نرګس په خبره، د وسله والو غلو له وېرې پرته له کوم جدي ضرورت څخه ښار ته هم نه شي وتلی.

هغې پر امنيتي چارواکو هم نيوکه کوي، چې تل يې له جنايي مجرمينو سره د مبارزې خبره کړې؛ خو په وينا يې چې ورځ تر بله د دغو پېښو ګراف لوړېږي.

د بلخ مدني فعالان هم روان وضعيت اندېښمن کړي او د ناامنيو په کابو کولو کې امنيتي چارواکي پر ناغېړۍ تورنوي.

مدني فعال سيرت نوري پژواک ته وويل، چې د جنايي پېښو د زياتوالي تر ټولو لوی لامل مزارشريف ښار دننه د ناقانونه وسله والو موجوديت دی.

هغه زياته کړه چې يو شمېر وسله وال په شخصي جامو کې په ازادانه ډول ښار کې ليدل کېږي، چې له ډېری مافيايي ګروپونو سره همدوی لاس لري.

نوموړي دا هم وويل، چې د جنايي جرايمو له عاملينو سره د سخت چلند نه کول هم د دې لامل شوي، چې جنايي پېښې زياتې شي.

ده زياته کړه: (( زه خپله څو ځله د دې شاهد يم، چې پوليس يو څوک د غلا په تور ونيسي؛ خو د مياشتې په تېرېدو هغه غل بېرته خوشې شوی وي، ځکه خو د پېښو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي)).

سيرت نوري په خپلو خبرو کې وويل، چې يو شمېر زورواکي د همدې غلو تر شا ولاړ دي او ملاتړ يې کوي.

هغه د غلاوو تر څنګ هدفي وژنې او اختطاف نورې هغه ستونزې يادې کړې، چې مزار ښاريان يې اندېښمن کړي دي.

په ورته مهال بيا د بلخ امنيتي مسوولين هم مني، چې مزارشريف ښار کې د جنايي پېښو زياتېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل، چې مزارشريف ښار کې د جنايي پېښو د زياتېدو لوی لامل د بلخ ولايت په ولسواليو کې روانې جګړې دي.

د هغه په خبره، پوليسو تر ډېره د ولسواليو د امنيتي وضعيت ښه کېدو ته پاملرنه کړې او د وسله والو پر ضد جګړو کې بوخت دي.

عادل زياتوي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې مزارشريف ښار کې د جنايي پېښو څه باندې اته سوه پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.

نوموړي وويل، د دغو پېښو له ډلې څخه څه باندې ۶۰۰ پېښو ته يې رسيدګي شوې او نورې يې هم د پوليسو تر تعقيب لاندې دي.

هغه زياتوي،  د بلخ امنيه قومانداني رهبري تصميم نيولی، چې په جدي ډول به د جنايي پېښو د عاملينو پر وړاندې اقدامات کوي.

د عادل په وينا، د دوی هڅه دا ده څو مزارشريف ښار کې د هغو وسله  والو مخه ونيسي، چې د خلکو د اندېښنې لامل ګرځېدلي دي.

تېره اوونۍ د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر هم  له يو شمېر مزار ښاريانو سره په ليدنه کې وويل، چې مزارشريف کې د پوليسو تشکيل کم دی چې له امله يې ستونزې پيدا شوي.

هغه ويلي وچې ژر به د بلخ ولايت د پوليسو او همدا راز د مزار ښار د امنيتي حوزو په شمېر کې زياتوالی راشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه