کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٨): د حکومت اجرائيه رييس د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې رد کړې او ځان يې ګټونکى اعلان وکړ.
نوموړي دغه څرګندونې نن ماخوستن ناوخته وروسته له هغه وکړې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په وروستيو پايلو کې اشرف غني ګټونکى اعلان کړ.
ډاکټر عبدالله د ټاکنو پايلې "تقلبي" وبللې، ويې چې دى په پاکو رايو ګټونکى دى.
ده زياته کړه: "د ثبات او همګرايۍ ډله د شفافو او بایومټریک شوو رایو پر اساس په انتخاباتو کې بریالۍ ده او موږ خپله بریا اعلانوو، موږ همه شمول حکومت جوړوو. "
عبدالله وايي، د مشکوکو، غير بایومټريک شوو او له ټاکلي وخت وروسته د اچول شوو ۳۰۰زره رایو په اړه د قانون خلاف پرېکړه شوې ده. د ټاکنو پايله د ټاکنو غلا ده، پر ولسواکۍ باندې کودتا او د خلکو له ازادي سره خيانت دی، موږ دا پايله غير قانوني ګڼو. "
نوموړي د نوي حکومت د تشکیل په اړه خپله خبره دوه ځلې تکرار کړه، خو دا يې ونه ویل چې کله او چېرته يې اعلانوي.
بلخوا وسله والو طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ولسمشرۍ ټاکنې جعلي او تقلبي بللې او دا يې رد کړې دي.
د دوى له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيانو په شتون کې دا ډول ټاکنې بې معنا دي، کله چې بهرنيان ووتل افغانان به په دې اړه پرېکړه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، لکه څرنګه چې په تېرو ١٩ کلونو کې دغه حکومت د خلکو ستونزې هوارې نه کړې، په راتلونکي کې يې هم نه شي کولى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن