منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې سولې او يووالي ته د خلکو رابللو هڅه پيل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۶ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۸ کب ۹۸): خوست کې د یووالي او بدلون کاروان په نوم د ټولنيز بنسټ غړو لرو پرتو ولسواليو او سيمو ته په ورتګ سره خلک سولې او يووالي ته رابولي.

د دغه بنسټ د مسوولينو په وينا، په دې سره غواړي چې خلک پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو فشار راوړي، څو هر څومره ژر چې وي په خپلو کې سره کښېنې او بين الافغاني خبرې پيل کړي.

هغوی نن په همدې موخه د دغه ولايت نادرشاه کوټ ولسوالۍ ته تللي وو او هلته يې د قومي مشرانو، سپين ږيرو او ځوانانو يوه غونډه جوړه کړې وه.

د دغه ټولنيز بنسټ مشرعبدالولي واحدزي غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، تر هغې به خپل دې حرکت ته ادامه ورکړي، څو دا ملت په دايمي ډول په هېواد کې له شته بدبختيو او ناخوالو څخه امن ترلاسه کړي.

ده وويل: ((هم به د سولې غږ رسوو، هم به هغوی ته چې زموږ د نظام د بقا لپاره خطر دی پيغام رسوو او هم به د خپلو حقه حقوقو څخه د دفاع په خاطر غږ پورته کوو. موږ او تاسو به په هر ځای او هره حجره کې د جنګ پرخلاف اواز اوچتوو او په دې لارې کې بايد هيڅ ونه ډار شو.))

دې غونډه کې چې اساسي موخه يې د خلکو يووالي او د سولې پيغام رسول و، خو د غونډې ګډونوالو ډېر تمرکز د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ پر بين الافغاني مذاکراتو راټول وو.

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي مارک ځدراڼ دغې غونډې ته وويل چې د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره لومړی بايد دواړه غاړې اوربند ته غاړه کيږدي.

هغه وايي: ((د لويې پکتيا په تاريخ دا دى چې اول د دوو جانبو ترمنځ اوربند کېږي او بيا سوله کېږي. نو موږ ټول بايد دا هڅه وکړو چې د سولې لپاره له هر چا سره مشوره شريکه کړو، څو دا هېواد په ګډه جوړ کړو.))

د سمين خان په نوم د نادرشاه کوټ ولسوالۍ يو بل قومي مشر غونډې ته وويل، په دې څلوېښت کلن جنګ کې افغان ولس ډول ډول ستونزې او مشکلات وليدل، چې نور يې د ګاللو وس په ځان کې نه ويني.

د هغه په وينا، هر څومره ژر چې کېږي افغان حکومت او وسله وال طالبان دې خپلو کې يوې موافقې ته ورسيږي، څو ولس د ارام ساه واخلي.

ده زياته کړه: ((موږ نور په افغانستان کې د جنګ، جګړې او بدبختۍ لپاره نور څه نه لرو. موږ د افغانستان په ځانګړې ډول د نادرشاه کوټ خلک د سولې لپاره ډېر لېواله يو او په خپل حکومت او طالبانو وروڼو باندې غږ کوو چې د سولې لپاره رښتيني نظريات ولري او د سولې لپاره رښتينۍ کار وکړي.))

د غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو خپلو خبرو کې بيا له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه، چې لکه څه ډول يې چې له امريکا سره د سولې تړون وکړ، همداسې له افغان حکومت سره هم بې له کوم قيد او شرط څخه سوله وکړي.

د هغوی په وينا، هېواد کې روان جنګ پر دوی تپل شوی او قرباني يې يواځې او يواځې افغانان ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه