ژبه

جاپان له افغانستان سره د ٩ ميليونه امريکايي ډالرو مرستې هوکړه لاسليک کړه

توسط احمد صهیب حسرت

مارچ 10, 2020 - 4:31 pm

Views: 63

کابل (پژواک، ۲۰ کب ٩٨): پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د چاپان له حکومت سره د نهه میليونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ناورین کمولو د زیربناوو او اوبو لګولو له سیستمه د ملاتړ په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د جاپان له سفارته د کب په ٢٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)، په افغانستان کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزارت  سره په همکارۍ نن د جاپان له حکومت سره «د ټولنې په کچه د اوبو رسولو او اوبو د سرچینو مدیریت له لارې د پیښو د مخنیوي پیاوړتیا» لپاره د نهه میلیونو امریکایِي ډالرو په ارزښت یوه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

په خپرپاڼه کې راغلي، دا پروژه به په زیان منونکو ټولنو باندې د طبیعي پېښو په اغېزو کې کموالی راولي، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزارت سره تخنیکي ملاتړ چمتو کړي، څو  د طبیعي پیښو پر وخت په ښه توګه عمل وکړي.

سرچينې زیاتوي چې د دې درې کلنې (٢٠٢٠-٢٠٢٢)  پروژې موخه د طبیعي پېښو له امله د رامنځته شوو خطرونو کمول دي او له دې سره به  د اوبو لګولو د پرمختللي سیستمونو له لارې د کرنیزو محصولاتو کچه لوړه شي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت  وايي: «دا پروژه د طبیعي پېښو د خطر کمولو او د اوبو لګولو سیستمونو په پلي کولو، په ټولنه کې د ناورین مدیریت او ظرفیت لوړونې او د طبیعي پېښو مدیریت سیستم ته د تخنیکي مرستې چمتو کولو باندې تمرکز کوي،  دا پروژه به د افغانستان له دولت او خلکو سره اړینه مرسته وکړي او په دې ډول به  له ۳۰ څخه ډېرې سیمه يیزې ټولنې له ناورین څخه را پېښ خطرونه خوندي شي او د خبرتیا، لټون او ژغورنې او لومړنۍ مرستې عملیاتو لپاره به روزنې او تجهیزات ورکړل شي.»

په افغانستان کې د جاپان سفارت شازدافیر په دغو مراسمو کې وویل: «زه باور لرم چې له طبیعي ناورینونو د خلکو د دفاع لپاره د" ناورین - سواد زده کړې" ډیرې اړینې دي.

د دې پروژې موخه د ټولنې کچې ته رسېدل او لارښودنې دي ترڅو ټولنې د خطر په څرنګوالي پوه شي او د خطر د مخنیوي نقشې جوړې کړي چې ددې پروژې د اصل سره مطابقت ولري.»

په افغانستان کې د کډوال نړیوال سازمان«IOM» مسئولې  فاطمه نصرت غزالي وویل: «دا پروژه د ناورین ځپلو ټولنو د ځواکمنتیا لپاره یو مهم نوښت دی او موخه یې هغه زیان منونکو افغانانو ته رسیدل دي چې هر کال د بیلابیلو طبیعي پیښو لخوا اغیزمن کیږي. دا پروژه د جاپان د خلکو لخوا د تیرو کومکونو  په دوام ترسره کیږي چی د پروژې تیرې لاسته راوړنې به هم وساتي. دا پروژه به  ۵۷ ناورین ځپلو ټولنو کې ۳۵۰۰۰۰ خلکو ته هوساینه برابره کړي.»

د یادولو وړه ده چې افغانستان په آسیا کې ترټولو ناورین ځپلی هیواد دی ، چې د زلزلې ، سیلابونو ، وچکالۍ ، ځمکه ښویدنې، طوفانونو او واورې ښویدنې سره مخ دی، ملګري ملتونه اټکل کوي چې هرکال شاوخوا  ۲۵۰،۰۰۰ افغانان د طبیعي پیښو له امله اغیزمن کیږي.

login or register a new account.