کابل (پژوک، ٢٠ کب ٩٨): ملګرو ملتونو ولسمشر اشرف غني ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ډاډ ورکړى چې له نوي حکومت سره به په ګډه کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ملګرو ملتونو، ناټو، امريکا، اروپايي اتحاديې او لسګونو هېوادونو د استازو په شتون کې ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم ترسره کړل، خو ډاکتر عبدالله چې ځان يې په ټاکنو کې بريالى اعلان کړى، هم د همه شمول حکومت د ولسمشر په توګه ځان ته لوړه ورکړه.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) له خوا د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ولسمشر په توګه محمد اشرف غني ته چې پرون يې د لوړې مراسم ترسره کړل، مبارکي وايي.
سرچينې زياته کړې، ملګري ملتونه د يو ټولشمول حکومت رامنځته کېدو په تړاو چې ټولو ته د منلو وړ وي، د ملي يووالي د رامنځته کېدو او د سولې د ترويج او اقتصادي ودې په اړه د اشرف غني د ژمنتيا هرکلی کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د يوناما مشر تداميچي ياماموتو ويلي: "ملګري ملتونه د ولسمشر غني له ادارې سره په ټول افغانستان کې چې يو متنوع او له کلتوري اړخ بډای هېواد دی او خلک يې د يوه روښانه راتلونکي هيله لري، کار کولو ته تيار دي."
هغه زياته کړې: "له سياسي پلوه يو همغږی افغانستان، په څرګند ډول د پرمختګ لپاره تر ټولو ښه لاره ده".
په خبرپاڼه کې راغلي، ملګري ملتونه د بين الافغاني خبرو اترو په اړه د ټولو ښکېلو سياسي اړخونو له خوا د څرګندو شوو ژمنو هرکلی کوي او له دوی غواړي چې دغه خوځښت ونه دروي او پر دوی يې ټینګار وکړ چې د دغو خبرو اترو د پیل لپاره په چټکۍ سره چمتووالی ونیسي.
ملګري ملتونه به د افغانستان د خلکو لپاره د يوه هوسا او ارام راتلونکي په موخه د سیاسي برخه والو په ګډون د افغانستان له خلکو او بنسټونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن