مزارشريف (پژواک، ٢٤ کب ۹۸): په شمال زون کې د ملي اردو ښځينه سرتېرې وايي چې که د سولې پروسه بريالۍ شي يا نه شي؛ دوی خپلو دندو ته دوام ورکوي.
دغه سرتېرې پر طالبانو هم غږ کوي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې داسې يوه لاره غوره کړي چې ټول افغانان له جنسيتي تبعيض پرته په کې خپل ځای وويني.
د ښځو د حقونو فعالانې هم د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د ښځينه سرتېرو شتون مهم او اړين بولي.
د شاهين قول اردو مسوولين هم وايي چې د پوځ په ليکو کې د ښځينه سرتېرو شتون د عملياتو پر مهال د ګڼو اسانتياوو رامنځته کېدو سبب ګرځي.
دمګړۍ په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو په مربوطاتو کې لسګونه ښځينه سرتېرې فعاليت کوي. هغوی وايي چې د پخوا په پرتله ورته اسانتياوې رامنځته شوې او په ټولنه کې يې هم محبوبيت زيات شوی دی.
سره له دې چې ټاکل شوې ده څه موده وروسته بين الافغاني مذاکرات پيل شي، خو د پوځ دغه ښځينه سرتېرې وايي چې که د سولې پروسه بريالۍ شي يا نه شي؛ نو دوی به د پخوا په څېر خپلو دندو ته دوام ورکوي.
عابده مبارز د شاهين قول اردو بريدمله ده، له تېرو څلورو کلونو راهيسې د پوځ په ليکو دنده ترسره کوي.
هغې پژواک خبرې اژانس ته وويل چې د يوې سرتېرې په توګه د سولې پروسې ته خوشبينه ده، خو زياتوي چې دغه پروسه به يې پر دندې کومه اغېزه ونه کړي.
نوموړې وايي: ((موږ ګور و چې د سولې هڅې روانې دي؛ که سوله وشي ښه خبره ده، ټول به خوشاله شو؛ خو که دغه پروسه ناکامه هم شي؛ موږ تعهد کړی چې له خپلو ورونو سره به څنګ په څنګ ولاړ يو او له وطنه به دفاع کوو.))
د هغې په وينا، د حکومت هېڅ وسله واله ډله نه شي کولای چې د دوی د کار او فعاليت مخه ونيسي.
د پوځ دغه سرتېرې له افغان ځواکونو سره د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو همکاري اړينه بولي او د دوام غوښتنه يې کوي.
هغې په طالبانو هم غږ وکړ چې جګړه د حل لاره نه ده او بايد يوې سراسري سولې ته حاضر شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP