مزارشريف (پژواک، ٢٤ کب ۹۸): په شمال زون کې د ملي اردو ښځينه سرتېرې وايي چې که د سولې پروسه بريالۍ شي يا نه شي؛ دوی خپلو دندو ته دوام ورکوي.
دغه سرتېرې پر طالبانو هم غږ کوي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې داسې يوه لاره غوره کړي چې ټول افغانان له جنسيتي تبعيض پرته په کې خپل ځای وويني.
د ښځو د حقونو فعالانې هم د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د ښځينه سرتېرو شتون مهم او اړين بولي.
د شاهين قول اردو مسوولين هم وايي چې د پوځ په ليکو کې د ښځينه سرتېرو شتون د عملياتو پر مهال د ګڼو اسانتياوو رامنځته کېدو سبب ګرځي.
دمګړۍ په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو په مربوطاتو کې لسګونه ښځينه سرتېرې فعاليت کوي. هغوی وايي چې د پخوا په پرتله ورته اسانتياوې رامنځته شوې او په ټولنه کې يې هم محبوبيت زيات شوی دی.
سره له دې چې ټاکل شوې ده څه موده وروسته بين الافغاني مذاکرات پيل شي، خو د پوځ دغه ښځينه سرتېرې وايي چې که د سولې پروسه بريالۍ شي يا نه شي؛ نو دوی به د پخوا په څېر خپلو دندو ته دوام ورکوي.
عابده مبارز د شاهين قول اردو بريدمله ده، له تېرو څلورو کلونو راهيسې د پوځ په ليکو دنده ترسره کوي.
هغې پژواک خبرې اژانس ته وويل چې د يوې سرتېرې په توګه د سولې پروسې ته خوشبينه ده، خو زياتوي چې دغه پروسه به يې پر دندې کومه اغېزه ونه کړي.
نوموړې وايي: ((موږ ګور و چې د سولې هڅې روانې دي؛ که سوله وشي ښه خبره ده، ټول به خوشاله شو؛ خو که دغه پروسه ناکامه هم شي؛ موږ تعهد کړی چې له خپلو ورونو سره به څنګ په څنګ ولاړ يو او له وطنه به دفاع کوو.))
د هغې په وينا، د حکومت هېڅ وسله واله ډله نه شي کولای چې د دوی د کار او فعاليت مخه ونيسي.
د پوځ دغه سرتېرې له افغان ځواکونو سره د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو همکاري اړينه بولي او د دوام غوښتنه يې کوي.
هغې په طالبانو هم غږ وکړ چې جګړه د حل لاره نه ده او بايد يوې سراسري سولې ته حاضر شي.
زهرا عظيمي په شاهين قول اردو کې د انجنيري کنډک د ټولي مرستياله ده.
هغې پژواک سره خبرو کې وويل چې ۷ کاله وړاندې د ملي اردو په ليکو کې شامله شوه او په دغه موده کې يې په بېلابېلو ځايونو کې دندې ترسره کړي دي.
نوموړې وايي چې دا له لومړنيو هغو مېرمنو ده چې د شاهين قول اردو په مربوطاتو کې يې د ښځينه سرتېرې په توګه دنده پيل کړه.
د هغې په خبره، د پوځ ليکو ته د دوی راتګ نورو ښځو ته هم انګېزه ورکړه چې د امنيتي ځواکونو په چوکاټ کې شاملې شي او له دې لارې څخه هيواد او خلکو ته خدمت وکړي.
مېرمن عظيمي وايي، کله چې د ملي اردو ليکو کې شاملېده، نو سوګند يې کړی و چې په هر ډول شرايطو کې به خپله دنده په پوره ايماندارۍ او رښتينولۍ ترسره کوي.
نوموړې وايي: ((د سولې خبرې تعقيبوم، فکر کوم پر موږ اغېز نه لري؛ ځکه موږ سرتېري يو او سوګند مو ياد کړی چې په هر ډول شرايطو کې به له خپلې خاورې څخه دفاع کوو.))
د پوځ دغه سرتېرې وايي چې د حکومت وسله وال مخالفين بايد نور دا درک کړي چې له سولې پرته بله د حل لاره نشته.
د هغې په وينا، هېڅ څوک نه شي کولای چې د افغانستان نظام، دولت او امنيتي ځواکونو ته په کمه سترګه وګوري او يا يې هم د له منځه تللو خيال سر کې وګرځي.
نوموړې دا هم وويل چې روانه جګړه نوره هېڅ افغان ته د زغم وړ نه ده او هيله يې دا ده چې افغانان پر يوه ټغر راټول شي او د هېواد د پرمختګ لپاره لاسونه سره ورکړي.
فاطمه يوسفي بله سرتېرې ده چې د شاهين قول اردو د عملياتونو آمريت کې د بريدملې په رتبه دنده ترسره کوي.
هغه وايي چې ۱۳۹۱ کال کې د پوځ ليکو کې شامله شوه چې تر دې مهاله ګڼې لاسته راوړنې لري.
مېرمن يوسفي وايي چې په يو شمېر عملياتو کې يې هم له نورو سرتېرو سره ګډون کړی دی.
د هغې په وينا، هغه مېرمنې چې له نظامي برخې سره علاقه لري؛ نو کولای شي چې د پوځ په ليکو کې شاملې شي او له دې لارې هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.
په ورته مهال د ښځو د حقونو يو شمېر فعالانې وايي چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د مېرمنو شتون ډېر مهم او اړين دی.
د ښځو د حقونو فعاله مېرمن مبينه خير اندېش د سولې روانو مذاکراتو ته په محتاطانه ډول خوشبينه ده.
هغه زياتوي چې افغانان لا هم نه پوهېږي چې څه ډول سوله به راځي، د ښځو، مدني فعالانو ځای به چرته وي.
د هغې په خبره په تېرو دوه لسيزو کې د افغان امنيتي ځواکونو رامنځته کېدل تر ټولو لويه لاسته راوړنه ده چې بايد د سولې په خبرو کې هېڅ ډول معامله پرې وشني.
نوموړې وايي: ((موږ په جګړه کې ډېر څه له لاسه ورکړل؛ خو د خوښۍ ځای دا دی چې نن ورځ امنيتي ځواکونه او ادارې لرو، دا هر څه وړيا نه دي تر لاسه شوي، بلکې د زرګونه سرتېرو د قربانيو پايله ده.))
هغه د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د ښځينه سرتېرو شتون تر ټولو مهمه لاسته راوړه ګڼي او هيله لري چې افغان پوځ به د سولې له راتګ وروسته لا نور هم پياوړی کېږي.
شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مرستيال بريد جنرال عباس توکلي وايي چې دمګړی د دغې قول اردو په چوکاټ کې لسګونه مېرمنې پر نظامي دندو بوختې دي.
هغه پژواک ته وويل چې ډېری ښځې سرتېرې په تخنيکي، روغتيايي، اداري او محاربوي برخو کې دنده مخ ته وړي.
نوموړی وايي چې د ځينو عملياتو پر مهال چې په کليو او بانډو کې ترسره کېږي د ښځينه سرتېرو شتون او د دغو سرتېرو نقش خورا مهم دی.
هغه زياته کړه: ((موږ چې کله په کليو او کورونو کې عمليات کوو؛ نو طبيعي خبره ده چې په هغو کورونو کې مېرمنې او ماشومان هم شته دي چې د ښځينه سرتېرو شتون موږ سره مرسته کوي څو عمليات په ښه ډول ترسره کړو او همدا راز د هېوادوالو د بېځايه ازار سبب هم ونه ګرځو.))
د شاهين قول اردو مرستيال هم وايي چې افغان ځواکونه به په يو غږ او په هر ډول شرايطو کې له هيواد او خلکو څخه خپلې دفاع ته دوام ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










