ګردېز (پژواک، ٦ ورى ٩٩): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې راتلونکې اوونۍ به د مچلغو بند او د مياشتې تر پايه به د ګردېز ــ زرمت سړک د جوړېدو عملي چارې پيل شي.
دوى وايي، د کال له پيل سره سم به د ګڼو لويو او کوچنيو پروژو چارې پيل او په چټکۍ به مخ ته ولاړې شي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د وري په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل، هڅه کوي چې د ښاري پراختيا په ګډون د مهمو سړکونو جوړولو په برخه کې هم کړې ژمنې پلې او ځينې نوې پروژې هم پيل کړي.
کټوازي وويل چې له دې ډلې به راتلونکې اوونۍ د عملياتي تصدي له خوا د مچلغو بند جوړېدو عملي کارونه پيل شي.
نوموړي زياته کړه: ((له نېکمرغه د رياست جمهوري عملياتي ټيم چې د افغانستان په سطحه د رغولو تر ټولو قوي ټيم دی، راغلی او په دې هفته کې به په ډېر شدت د مچلغو کار پيل کړي.))
د پکتيا والي وايي چې د مياشتې تر پايه به د ګردېز ــ زرمت سربېره د ګردېز ــ روحاني بابا سړک د اسفالټ کارونه هم پيل شي او هڅه يې دا ده چې په سم ډول او ټاکل شوې موده کې پای ته ورسيږي.
شميم خان کټوازی وايي چې د ګردېز ــ زرمت سړک جوړېدل د خلکو لويه غوښتنه ده، خو وسله والو طالبانو لا هم په پوره ځواک د دې پروژې د پلې کېدو مخنيوی کوي.
کټوازي پژواک ته وويل چې له دې سربېره د احمدخېلو ــ ششتې، څمکنيو ــ جانيخېلو، تشنک ــ لجه منګل او ګردېز حلقوي سړک کابو ټولې اداري او تدارکاتي پروسې هم بشپړې شوې او په ۱۳۹۹ کال کې به يې د جوړېدو عملي کارونه پيل شي.
نوموړي زياته کړه: ((له نن تاريخ څخه په دېرشمه ورځ به تاسو د ګردېز ــ زرمت سړک کار عملا وګورئ، همدارنګه د روحاني بابا سړک او نورو هغو پروژو کارونه چې تر ژمي مخکې مو افتتاح کړې او يا به يې نوی کار پيلوو.))
د پکتيا ولايتي شورا نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې په تېرو پنځه کلونو کې کومه مهمه او لويه پروژه نه ده پلې شوې او دولت دغه ولايت ته پر نه پاملرنه تورنوي.
د يادې شورا مشر عبدالمالک ځاځی وايي چې پکتيا ولایت په هره برخه کې ګڼې ستونزې او اړتياوې لري او له مسوولو مرکزي او ولايتي ادارو غواړي چې د پرمختيايي پروژو په منظوري او پلې کېدو کې خپل مسووليت تر سره کړي.
ځاځی د پروژو تر سره کېدو پر وړاندې لوی خنډ د وسله والو طالبانو مخالفت او باج اخيستل بولي چې په خبره يې د خلکو د غوښتنو پر خلاف د پروژو تر سره کېدو مخه نيسي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP